پاړه چنار (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج له لګولو وروسته په پاړه چنار کي د پاکستان پيپلز پارټۍ کارکنانو خوشحالي څرګنده کړې، ډولونه یې وهلي، اتڼونه یې کړي او مټایانې یې وېشلې دي. د پيپلز پارټۍ کارکنان د پاړه چنار پریس کلب مخې ته راټول شوي وو او د صوبې د نوي انتظامي نظام هرکلی یې وکړ.

 

په دې موقع د پيپلز پارټۍ مشرانو ملک سید اصغر، حشمت حسین بنګش او معین حسین وویل چې له ډېرې مودې راهیسې په صوبه کي د یوه ګوند حکومت و، خو د دوی په وینا، دغه حکومت نه د ولس سمه نمایندګي کوله او نه یې د بدامنۍ مخه نیولې وه.

 

دوی وویل چې د ایمرجنسۍ له لګولو سره په صوبه کي د امن د ټینګښت هیلې پیدا شوې دي. د پيپلز پارټۍ مشرانو هیله څرګنده کړه چې نوی انتظامي نظام به د تلپاتې امن په راوستلو کي مرسته وکړي او د امن له ټینګښت وروسته به په صوبه کي ترقياتي کارونه هم پیل شي.

 

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف مشرانو د ایمرجنسۍ له لګولو سره مخالفت څرګند کړی دی. د تحریک انصاف مشران وايي چې دوی د ولس په ووټونو صوبايي اسمبلۍ ته رسېدلي او د منتخب حکومت پر ځای د ایمرجنسۍ لګول ورته په هېڅ صورت د منلو نه دي.

 

د خېبر پښتونخوا د نوي انتظامي نظام په اړه د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلافات په داسې وخت کي زیات شوي چې په صوبه کي د امنیت، حکومتدارۍ او د منتخب حکومت د واکونو په اړه بحثونه روان دي.