د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، د سږني کانکور ازموینې ترسره کېدل یو مثبت ګام بللی، خو په دې ازموینه کې د نجونو د نه ګډون له امله یې ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

 

ښاغلي کرزي ،د جولایۍ په ۸مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، چې زده کړه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري او باید د ټولنې ټولو وګړو ته پرته له توپیره برابر فرصتونه برابر شي. هغه ټینګار کړی چې د هېواد راتلونکی د تعلیم یافته نسل پورې تړلی دی.


 



نوموړي د کانکور ازموینې هغو ګډونوالو ته ،چې لوړو زده‌ کړو موسسو ته بریالي شوي، مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې ده چې دوي به د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي او لوړو علمي کچو ته ځان ورسوي.

 

حامد کرزي همدارنګه له بریالیو زده ‌کوونکو غوښتي چې خپلې زده‌ کړې د هېواد د خدمت او پرمختګ لپاره وکاروي او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي. هغه یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د نجونو پر مخ به زر تر زره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو هغوي هم د زده ‌کړو له حقه برخمنې شي او د هېواد د پرمختګ په بهیر کې خپل رول ولوبوي.

 

د طالبانو د ازموینو ادارې په وینا، سږکال د کانکور ازموینې کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې له دې ډلې به ۷۴ زره او ۵۰۰ تنه لوړو زده‌ کړو موسسو ته جذب شي.

 

دا پنځم پرله‌ پسې کال دی چې په افغانستان کې کانکور ازموینه له نجونو پرته ترسره کېږي. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پر زده ‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي او دا مهال یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده‌ کړې اجازه شته.