لوګر (شال نیوز) : د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پنځو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

 

د لوګر امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د لوګر پر عمومي لویه لار د التمور، ګمبزو، الیاس‌خان کلا، ګردیزیانو کلي او د محمداغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول او لوړ سرعت بلل شوي دي.

 

د لوګر امنیه قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې د ترافیکي اصولو په مراعاتولو، د سرعت په کنټرول او د بې‌احتیاطۍ په مخنیوي سره د خپل ځان او نورو خلکو ژوند خوندي کړي.