کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) ویلي چې په بارکھان ضلعه کي یې د خفیه معلوماتو پر بنیاد د عملیاتو پر مهال لس وسله وال وژلي او دوه امنیتي اهلکار یې ژوبل شوي دي.

 

د سي ټي ډي د ویاند په وینا، عملیات د وسله والو د موجودیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته ترسره شوي دي. ادارې ویلي چې د عملیاتو پر مهال ډزې شوې او له وژل شویو کسانو څخه وسله او ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

 

سي ټي ډي ویلي چې وژل شوي کسان له هغې وسله والې ډلې سره تړاو لري چې پاکستاني چارواکي یې د «فتنه الهندوستان» په نوم یادوي. پاکستاني چارواکي دا اصطلاح د بلوچستان د ځینو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو لپاره کاروي، خو د وژل شویو کسانو د کومې ځانګړې ډلې سره د تړاو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

 

د وژل شویو کسانو نومونه او شناخت تر اوسه نه دي څرګند شوي. دا هم نه ده معلومه چې هغوی د کومو پېښو په تړاو مطلوب وو. د عملیاتو په اړه د سي ټي ډي څرګندونې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د کومې وسله والې ډلې غبرګون هم نه دی ترلاسه شوی.

 

د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کي له تېرو څو کلونو راهیسې امنیتي ځواکونه د وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي، په داسې حال کي چې په صوبه کي پر امنیتي اهلکارو، سرکاري ودانیو او عامو خلکو هم بریدونه شوي دي.