ټانک (شال نیوز) : د پاکستان د الیکشن کمېشن لوړپوړی چارواکی شمشاد اختر محسود د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، وسلهوال ،د اکتوبر په ۱۰مه، د ټانک د ګړه بلوچ سیمې په یو کور کې ورننوتلي او شمشاد اختر محسود یې په ډزو وژلی دی.
شمشاد اختر محسود د پاکستان د الیکشن کمېشن یو لوړپوړی او تجربه کار چارواکی و. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نوموړي د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې د ۲۱مې درجې ته ترقي ترلاسه کړې وه او تر دې وروسته یې په اسلام اباد کې د الیکشن کمېشن په سکرتریت کې د ډایرکټر جنرل الیکشنز په توګه دنده ترسره کوله.
هغه تر دې مخکې د اضافي ډایرکټر جنرل الیکشنز او د خیبر پښتونخوا د صوبايي الیکشن کمېشنر په توګه هم دندې ترسره کړې وې. د شمشاد اختر محسود د وژنې انګېزه لا نه ده روښانه شوې او په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده چې د شمشاد اختر محسود مشر ورور شمشیر خان محسود، چې د بانک مدیر و، هم یوه ورځ مخکې د زړه د حملې له امله مړ شوی و.


عدنان بېټنی