نورستان (شال نیوز) : د افغانستان په ختیځ نورستان کي د اسلام له خپرېدو وړاندې د مړو د ساتلو داسې دودونه موجود وو چې د سیمې د خلکو د عقایدو، ټولنیز ژوند او کلتور یوه ځانګړې برخه وه.

 

په ځینو کلیو کي به مړي په لرګینو تابوتونو کي اېښودل کېدل، خو دا تابوتونه به د ځمکې لاندې نه ښخېدل، بلکې له کلیو بهر په ځانګړو ځایونو کي ساتل کېدل.

 

د نورستان د تاریخ په اړه څېړنې ښيي چې دا دود د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د سیمې په ځینو برخو کي موجود و. هغه وخت نورستان د کافرستان په نوم یادېده او خلکو یې خپل پخواني مذهبي عقاید او دودونه ساتلي وو.

 

د مړو لپاره به له لرګیو تابوتونه جوړېدل. په ځینو سیمو کي به دا تابوتونه په لرګینو پښو ولاړ وو او په ځانګړو هديرو کي به اېښودل کېدل. د مړي د کورنۍ حیثیت او په ټولنه کي د هغه مقام د جنازې او یادګاري مراسمو په څرنګوالي اغېز درلود.

 

د نورستان د پخواني کلتور یوه بله ځانګړنه د مړو په یاد د لرګینو مجسمو جوړول وو. دا مجسمې به د هغو کسانو لپاره جوړېدې چې په ټولنه کي یې ځانګړی مقام درلود.

 

ځینې به په چوکۍ ناستې او ځینې به پر آس سپرې جوړې شوې وې. د ښځو مجسمې هم موجودې وې چې د هغوی جامې، ګاڼې او نورې نښې به پکي په لرګیو تراشل شوې وې.

 

د لندن د ملي پوځي موزیم په تاریخي ټولګه کي د نورستان د یوې ښځې لرګینه مجسمه ساتل شوې چې شاوخوا ۱۸۸۰ کال پورې اړه لري. د موزیم د معلوماتو له مخې، دا ډول مجسمې به د قبرونو ترڅنګ اېښودل کېدې او د مړي ټولنیز حیثیت به یې څرګنداوه.

 

د دغو مجسمو جوړول یوازې د مړي د یاد ساتلو لپاره نه وو، بلکې د پخوانیو مذهبي عقایدو او ټولنیزو مراسمو برخه هم وه. د ځینو مجسمو د درولو لپاره به کورنیو ځانګړي مراسم او مېلمستیاوې کولې.

 

د نورستان د تاریخ څېړونکي مکس کلیمبورګ په خپله څېړنه کي لیکي چې د سیمې مذهبي ځایونه، لرګینې مجسمې او د نیکونو یادګارونه د خلکو د عقایدو مهمه برخه وه.

 

په ۱۸۹۵ او ۱۸۹۶ کلونو کي د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال نورستان د پوځي عملیاتو په نتیجه کي ونیول شو او د سیمې خلک اسلام منلو ته اړ کړل شول. له دې سره د پخوانیو مذهبي رسمونو او د مړو د ساتلو په دودونو کي لوی بدلون راغی.

 

په دې موده کي ګڼ مذهبي ځایونه او لرګینې مجسمې له منځه یووړل شوې. یو شمېر مجسمې کابل ته ولېږدول شوې او ځینې وروسته د اروپا موزیمونو ته ورسېدې.

 

د نورستان د دې پخوانیو دودونو په اړه د معلوماتو یوه مهمه سرچینه د برتانوي لیکوال جورج سکاټ رابرټسن کتاب «The Kafirs of the Hindu Kush» دی.

 

نوموړي په ۱۸۹۰ او ۱۸۹۱ کلونو کي د نورستان په کامدېش سیمه کي وخت تېر کړی و او په ۱۸۹۶ کال کي یې د خلکو د ژوند، عقایدو او کلتور په اړه خپل مشاهدات خپاره کړل.

 

خو د رابرټسن څېړنې تر ډېره د کامدېش او بشګل درې پورې محدودې وې. له همدې امله د هغه بیان شوي رسمونه د نورستان د ټولو خلکو ګډ دودونه نه شي بلل کېدای.

 

د نورستان د مړو د ساتلو دا پخوانی دود د سیمې د لرغوني تاریخ یوه مهمه برخه ده. په دې کلتور کي د مړي یاد یوازې د هغه له مرګ سره نه ختمېده، بلکې د لرګینو مجسمو، ځانګړو مراسمو او د کورنیو د یادګارونو له لارې د خلکو په ټولنیز ژوند کي هم ساتل کېده.

 

د دې دودونو ځینې نښې اوس هم په تاریخي کتابونو، موزیمونو او د نورستان د لرګینو مجسمو په پاتې شویو بېلګو کي لیدل کېدای شي.