اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره په ټېليفون خبرې کړې او هغه ته یې په وزیراعظم هاوس کي د ملاقات بلنه ورکړې ده. مولانا فضل الرحمان دا بلنه منلې ده.
د وزیراعظم دفتر د اکتوبر په لسمه په یوه بیان کي ویلي چې د دواړو مشرانو ترمنځ په خبرو کي د وفاقي حکومت او د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ترمنځ د اختلافونو کمولو او د هېواد پر روانو سیاسي حالاتو خبرې شوې دي. شهباز شریف مولانا فضل الرحمان ته د عمرې د ادا کولو مبارکي هم ورکړې ده.
دا سیاسي تماس په داسې وخت کي شوی چې د تحریک انصاف د لانګ مارچ، په خېبر پښتونخوا کي د امنیتي عملیاتو او د صوبې په ځینو برخو کي د ایمرجنسي لګولو د امکان پر سر د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.
د اکتوبر په درېیمه د وفاقي حکومت او د اپوزیشن د اتحاد تحریک تحفظ آئین پاکستان ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې. د دواړو خواوو ترمنځ یو مهم اختلاف په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو پر ضد د عملیاتو او امنیتي پالیسۍ په اړه دی.
مولانا فضل الرحمان په دې وروستیو کي د تحریک انصاف له مشرانو سره هم سیاسي رابطې کړې دي. هغه له حکومت څخه غوښتي چې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي او د تحریک انصاف د احتجاج مخه ونه نیسي.
د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان هم ویلي چې ګوند یې د مذاکراتو لپاره تیار دی او په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج یا ایمرجنسي لګول د ستونزو حل نه ګڼي.
د وزیراعظم دفتر ویلي چې د شهباز شریف او مولانا فضل الرحمان ملاقات به ډېر ژر وشي، خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې. بلخوا ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې ملاقات د اکتوبر په لسمه هم کېدای شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې مولانا فضل الرحمان به د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د رسمي منځګړي په توګه کار کوي او که به یې رول تر سیاسي مشورو محدود وي.
د دواړو مشرانو دا تماس په داسې وخت کي شوی چې د وفاق او خېبر پښتونخوا ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره سیاسي هڅې روانې دي، خو د مذاکراتو د بیا پیل په اړه لا کومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز