صوابۍ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلعه کي پولیسو له یوې نجلۍ سره د مبینه جنسي تېري په تور دوه کسان نیولي دي. پولیس وايي، دواړه نیول شوي کسان د اغېزمنې نجلۍ خپلوان دي.

 

د صوابۍ پولیسو د اکتوبر پر نهمه په یوه خپاره کړي بیان کي ویلي چې پېښه د پرمولۍ تاڼې په حدودو کي شوې او د نجلۍ له شکایت وروسته پولیسو د دوو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده.

 

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان بن یامین د عبدالباقي زوی، د ټوپۍ اوسېدونکی، او منصف د فرهان زوی، د شیوې اوسېدونکی دی. پولیس وايي، په دوی کي یو د نجلۍ د تره زوی او بل یې د ترور زوی دی.

 

د صوابۍ ضلعي پولیس افسر وقاص رفیق په هدایاتو د پرمولۍ تاڼې مشر سید الطاف باچا له خپلې پولیس ډلې سره کارروایي کړې او دواړه نومول شوي کسان یې نیولي دي.

 

پولیس وايي، د نیول شویو کسانو پر ضد د پاکستان د تعزیراتو د ۳۷۶ او ۳۷۷-بي دفعو لاندې مقدمه درج شوې او نورې پلټنې روانې دي.

 

د صوابۍ ضلعي پولیس افسر وقاص رفیق ویلي چې د ښځو او ماشومانو پر ضد په جنسي جرمونو کي د ککړو کسانو پر وړاندې به د قانون مطابق کارروایي کېږي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د دا ډول پېښو مخنیوی او اغېزمنو کسانو ته انصاف رسول د پولیسو په لومړیتوبونو کي شامل دي.

 

پولیسو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د پلټنو د نتیجو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی. د نیول شویو کسانو دریځ هم نه دی څرګند شوی او پر هغوی لګېدلي تورونه لا په عدالت کي نه دي ثابت شوي.