چارسده (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل افریدي ویلي، د ګورنر راج د لګولو ګواښونه به یې د مبارزې مخه ونه نیسي او دی د خپل مشر عمران خان او د پښتنو د ژوند او حقونو لپاره ان د خپل ژوند قربانولو ته چمتو دی.

 

نوموړي دا څرګندونې ،د اکتوبر په ۱۰مه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ په اوومه ورځ، له چارسدې څخه د قافلې تر روانېدو مخکې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې کړې دي.

 

ښاغلي افریدي د چارسدې د خلکو د جذبې او لېوالتیا ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی به په همدې هوډ د «ظلم پر بنسټ ولاړ نظام» پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

 

هغه زیاته کړه چې د روانې میاشتې پر ۱۱مه به د پاکستان له بېلابېلو سیمو خلک صوابۍ ته روان شي او د اکتوبر پر ۱۳مه به په صوابۍ کې د راتلونکو ګامونو په اړه اعلان وکړي.

 

‘مبارزه تر واک او څوکۍ لوړه شوې ده’

 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر هغو کسانو ته په خطاب کې چې د ګورنر راج د لګولو ګواښونه کوي، وویل چې اوس خبره له څوکۍ او واک څخه اوښتې ده. هغه وویل: «زه د خپل مشر او د پښتنو د ژوند لپاره د دې څوکۍ څه چې، ان د خپل ځان قربانولو ته هم چمتو یم.»

 

نوموړي زیاته کړه چې د اعلی وزیر څوکۍ یې بیه نه ده او د نړۍ ټولې شتمنۍ هم نه شي کولای چې هغه وپېري. ښاغلي افریدي ټینګار وکړ چې د پښتنو د عزت او غیرت په اړه له څرګندونو مخکې باید د هغوی تاریخ ولوستل شي.

 

هغه دا مبارزه سیاسي وبلله او ویې ویل چې باید د اساسي قانون او قانوني لارو چارو په چوکاټ کې او په سوله‌ییز ډول پر مخ ولاړه شي.

 

د امن او امنیت په اړه اندېښنې

 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر وویل چې دوی سوله‌ییز دي او سوله‌ییز به پاتې شي، خو د خپلو حقونو په اړه به جوړجاړی ونه کړي. نوموړي ادعا وکړه چې د اتیا زره کسانو د قربانیو په بدل کې ترلاسه شوی امن د تړلو دروازو تر شا د پرېکړو قرباني شوی دی.

 

هغه تور ولګاوه چې د شخصي ګټو لپاره په صوبه کې په خپله جوړ شوی ترهګریز وضعیت تپل شوی او د ځینو کړیو ارادې خطرناکې دي. خو نوموړي د خپلو دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره په وینا کې مشخص شواهد وړاندې نه کړل.

 

د لانګ مارچ ګډونوالو ته د مبارزې دوام غوښتنه

 

محمد سهیل افریدي له خپلو پلویانو او د لانګ مارچ له ګډونوالو وغوښتل چې پر خپلې موخې تمرکز وکړي، پر خپلو دریځونو ټینګ پاتې شي او خپله انګېزه ژوندۍ وساتي. هغه وویل چې ژوند، مرګ، عزت، ذلت او روزي د الله په لاس کې دي او خلک باید له بل چا ونه وېرېږي.

 

نوموړي ټینګار وکړ چې دوی به د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام او د خپلو خلکو پر ضد هېڅ ډول پالیسي ونه مني. د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا لانګ مارچ په داسې حال کې روان ساتلی چې د ګوند مشرتابه د عمران خان د خوشې کېدو او خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د مبارزې پر دوام ټینګار کوي.