کراچۍ (شال نیوز) : د کراچۍ بینالې ټرسټ اعلان کړی چې په سیمه کي د روانې جګړې او ورسره تړلو انتظامي ستونزو له امله یې د ۲۰۲۷ کال نړیوال هنري نندارتون منسوخ کړی دی.

 

د ټرسټ د رسمي اعلان له مخې، د جګړې له امله پیدا شوې ناڅرګندې وضعې او انتظامي ستونزو د نندارتون ترسره کول ناممکن کړي دي.

 

دا د کراچۍ د نړیوال هنري نندارتون پنځمه دوره وه، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۱۶مې تر ۳۱مې پورې ترسره شي.

 

د نندارتون انتظامیې له هنرمندانو، مالي ملاتړ کوونکو او همکارانو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کي به د هنري فعالیتونو د ودې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

 

د دې نندارتون د هنري پروګرامونو مشري نور احمد کوله. ټاکل شوې وه چې د پاکستان او نورو هېوادونو هنرمندان پکښي خپل اثار وړاندې کړي.

 

د کراچۍ بینالې لومړی نندارتون په ۲۰۱۷ کال کي جوړ شوی و او د ۲۰۲۷ کال نندارتون یې د لس کلن فعالیت له پوره کېدو سره برابر و. انتظامیې تر اوسه د راتلونکي نندارتون لپاره بله نېټه نه ده اعلان کړې.