کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان صوبايي کابینې پرېکړه کړې چې په سرکاري سکولونو کي به دوه شفټونه چلول کېږي، څو هغو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره شي چې دا مهال سکولونو ته نه ځي. کابینې د بندو کارخانو د بیا فعالولو او په سرکاري ټېنډرونو کي د انټرنېټ له لارې د بولۍ ورکولو منظوري هم ورکړې ده.
دا پرېکړې د بلوچستان د اعلا وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کي شوې دي. د صوبايي حکومت د معلوماتو له مخې، په بلوچستان کي شاوخوا ۱۶ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. په دغو ماشومانو کي د لسو نه تر شپاړسو کلونو پورې هلکان او جینکۍ شامل دي.
کابینې پرېکړه کړې چې د موجوده سرکاري سکولونو له ودانیو څخه به په دوو وختونو کي کار اخیستل کېږي، څو د نورو ماشومانو د داخلولو لپاره ځای پیدا شي.
د دې ترڅنګ د غیررسمي تعلیم د قانون منظوري هم ورکړل شوې ده. د دغه قانون مقصد هغو ماشومانو ته د تعلیم اسانتیاوې برابرول دي چې د عمر، اقتصادي ستونزو، له سکولونو څخه د لرې والي یا نورو وجوهاتو له امله په عادي سرکاري سکولونو کي تعلیم نه شي ترلاسه کولای.
په بلوچستان کي د ماشومانو له تعلیمه پاتې کېدل له اوږدې مودې راهیسې یوه جدي ستونزه ده. په لرو پرتو سیمو کي د سکولونو کموالی، د استادانو نشتوالی، غربت او د تګ راتګ ستونزې د هغو عواملو له ډلې دي چې د ماشومانو پر تعلیم اغېز کوي.
خو صوبايي حکومت لا دا نه دي روښانه کړي چې د دوو شفټونو لپاره به څومره اضافي استادان ګمارل کېږي، کومو ضلعو کي به دا کار لومړی پیلېږي او د دې پروګرام لپاره به څومره پیسې ځانګړې کېږي. د کابینې په غونډه کي د بلوچستان د بندو صنعتي کارخانو د بیا پرانیستلو موضوع هم څېړل شوې ده.
کابینې منظوري ورکړې چې د بندو کارخانو مالکانو ته به رعایتونه ورکول کېږي، څو خپلې کارخانې بېرته فعالې کړي. د دې پرېکړې مقصد د صنعتي فعالیتونو زیاتول او د روزګار لپاره د نویو لارو برابرول بلل شوي دي.
خو د رعایتونو اندازه، شرایط او دا چې په لومړي پړاو کي به کومې کارخانې بېرته پرانیستل کېږي، لا نه دي څرګند شوي. کابینې د سرکاري قراردادونو په ورکولو کي هم د بدلون پرېکړه کړې ده. د نوې پرېکړې له مخې، د پنځو لکو روپیو څخه د زیاتو سرکاري ټېنډرونو بولۍ به د انټرنېټ له لارې وړاندې کېږي.
د دې کار مقصد د سرکاري قراردادونو په ورکولو کي د شفافیت زیاتول او د بولۍ ورکولو د طریقې اسانه کول دي.
کابینې د بلوچستان د معدني وسایلو د پرمختیايي فنډ لپاره هم نوې پالیسي منظوره کړې ده. د صوبايي حکومت په وینا، د دې پالیسۍ له مخې به د معدني وسایلو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې د صوبې پر پرمختیايي کارونو او د خلکو پر اسانتیاوو لګول کېږي.
د سیاحت او کلتور د ودې لپاره د نویو پالیسیو مسودې هم منظورې شوې دي. حکومت وايي، د دې اقداماتو مقصد د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو زیاتول، د تاریخي ځایونو ساتنه او خلکو ته د روزګار برابرول دي.
د صحت په برخه کي کابینې د لرې پرتو سیمو ناروغانو ته د انټرنېټ او نورو مخابراتي وسایلو له لارې د طبي مشورو او خدماتو برابرولو قانون هم منظور کړی دی.
د بلوچستان د اعلا وزیر د اطلاعاتو او سیاسي چارو مشاور شاهد رند ویلي چې د کابینې پرېکړې د تعلیم، صنعت، صحت او سرکاري ادارو د کار د ښه کولو لپاره شوې دي. د دغو پرېکړو عملي کېدل به د صوبايي حکومت د راتلونکو اقداماتو او د اړوندو ادارو د تیاریو پورې تړلي وي.


شال نیوز