مزارشریف (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کي ځانګړي عدالت د اتمې ناحیې شاوخوا ۲۵۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت ګرځولې او پرېکړه یې کړې چې اوسني قابضین به دا ځمکه حکومت ته سپاري.

 

د عدلیې وزارت د اکتوبر پر لسمه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې دغه ځمکه د «حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم پېژندل کېږي. د وزارت په وینا، د شمالي زون د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړي عدالت د ځمکې د اوسنیو قابضینو اسناد، د املاکو د دفترونو ثبتونه او د اړوندو ادارو معلومات کتلي دي.

 

عدالت د دغو اسنادو له څېړلو وروسته پرېکړه کړې چې یاده ځمکه دولتي ملکیت دی او اوسني قابضین یې باید د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري. د عدلیې وزارت وايي، دا قضیه تر دې وړاندې د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او بېرته ترلاسه کولو کمېسیون د اړوند قانون د ۱۷مې مادې له مخې ځانګړي عدالت ته لېږلې وه.

 

وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کي د دولتي ځمکو د پېژندلو او بېرته ترلاسه کولو کارونه روان دي او اړوند کمېسیونونه او ځانګړي عدالتونه د اسنادو له څېړلو وروسته پرېکړې کوي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د مزارشریف دغه ۲۵۰ جریبه ځمکه به کله حکومت ته وسپارل شي. د ځمکې د اوسنیو قابضینو دریځ هم په خبرپاڼه کي نه دی خپور شوی.