پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د مشرانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغې په ډاګه شوي چې پخواني اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د اوسني اعلا وزیر سهیل اپریدي پر څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او د ګوند صوبايي صدر جنید اکبر خان د ځینو صوبايي وزیرانو او اسمبلۍ غړو د تښتول کېدو او نیول کېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
علي امین ګنډاپور سهیل اپریدي ته خبرداری ورکړی چې خپله ژبه دې قابو کړي، ګنې دی به داسې معلومات او اسناد مخې ته راوړي چې د ګوند ځینې مشران به یې جواب نه شي ورکولی.
د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف وروسته له هغې زیات شو چې سهیل اپریدي د اسلام اباد پر لور د تحریک انصاف د نوي لانګ مارچ په اړه وویل، دا ځل به مارچ د هغه پخواني لانګ مارچ په څېر «فکس» نه وي چې مشري یې علي امین ګنډاپور کوله.
ګنډاپور د دغو څرګندونو په غبرګون کي په یوه غږیز پیغام کي پر سهیل اپریدي سختې نیوکې کړې دي. د اکتوبر پر نهمه د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه پیغام د تحریک انصاف د قومي او صوبايي اسمبلۍ د غړو په واټساپ ګروپ کي خپور شوی و. د ګنډاپور ویاند فراز مغل هم د پیغام اصلي والی تایید کړی دی.
ګنډاپور ویلي چې د عمران خان او تحریک انصاف په خاطر یې تر اوسه پر ډېرو خبرو خاموشي اختیار کړې، خو که موجود معلومات او اسناد یې خپاره کړل، نو ځینې مشران به د خلکو مخې ته د درېدو نه وي.
پخواني اعلا وزیر پر سهیل اپریدي دا تور هم لګولی چې د تحریک انصاف له بندي مشر عمران خان او د هغه له مېرمنې بشریٰ بي بي سره یې د ځینو کسانو ملاقاتونه بند کړي دي. ګنډاپور ویلي چې دی په دې هم خبر دی چې سهیل اپریدی څنګه او د چا په مرسته د اعلا وزیر څوکۍ ته رسېدلی دی.
بلخوا د تحریک انصاف صوبايي صدر جنید اکبر خان په یوه جلا ویډیويي پیغام کي د ګوند د صوبايي کابینې او اسمبلۍ پر ځینو غړو تور لګولی چې د خپلې تښتونې او نیول کېدو ډرامې جوړوي. جنید اکبر خان ویلي چې دوی ته معلومه ده دغه کسان په ډېره اسماعیل خان کي د چا په کور کي پټ دي او د اعلا وزیر سهیل اپریدي د نااهله کېدو انتظار کوي.
هغه د چا د نوم له اخیستو پرته ویلي: «موږ ته هر څه معلوم دي چې تاسو په ډېره اسماعیل خان کي د کوم غدار په کور کي پټ یئ او د اعلا وزیر سهیل اپریدي د نااهله کېدو انتظار کوئ.»
جنید اکبر خان خبرداری ورکړی چې که دغه کسان د کوم چا لپاره دا کارونه کوي، نو امکان لري چې د تحریک انصاف لانګ مارچ د اسلام اباد پر ځای د ډېره اسماعیل خان په لور روان شي.
د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې دي چې تحریک انصاف په تېرو څو اوونیو کي د خپلو یو شمېر صوبايي وزیرانو، د قومي او صوبايي اسمبلۍ د غړو او نورو مشرانو د نیول کېدو، تښتول کېدو او ورکېدو راپورونه ورکړي دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، په دغو کسانو کي د چارسدې صوبايي وزیر فضل شکور خان، د قومي اسمبلۍ غړی فضل محمد خان، د جنوبي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړی زبیر خان، د کولای پالس د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد ریاض شامل دي.
همداراز، د سوات د صوبايي اسمبلۍ غړی سلطان روم، د چترال د صوبايي اسمبلۍ غړی فتح الملک ناصر، د ټانک د قومي اسمبلۍ غړی داور کنډي، د مردان د صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالسلام اپریدی او د سوات صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي هم لادرکه دي.
د دغو کسانو د نیول کېدو یا تښتول کېدو راپورونه د سپتمبر له ۲۱مې د اکتوبر تر نهمې پورې په بېلابېلو نېټو خپاره شوي دي. د ځینو په اړه د پولیسو د مقدمو درج کېدو خبرونه هم ورکړل شوي، خو د ټولو د اوسني حالت خپلواک تصدیق نه دی شوی.
د دې ترڅنګ د صوبايي وزیر شکیل خان د تښتونې د هڅې او د تحریک انصاف د یو شمېر نورو ګوندي مشرانو د تښتول کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. خو جنید اکبر خان په خپل ویډیويي پیغام کي دا نه دي څرګند کړي چې د دغو کسانو له ډلې کومو ته اشاره کوي او څوک یې په ډېره اسماعیل خان کي د پټېدو تورن کړي دي.
تر اوسه داسې خپلواک شواهد هم نه دي ترلاسه شوي چې د یادو کسانو له ډلې څوک په ډېره اسماعیل خان کي پټ دي او یا د سهیل اپریدي د نااهله کېدو لپاره په کوم سیاسي پلان کي برخه لري.
د جنید اکبر خان او علي امین ګنډاپور دغه څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې دي چې تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اسلام اباد پر لور د احتجاجي مارچ تیاری کوي. سهیل اپریدي ویلي چې د لانګ مارچ د راتلونکو اقداماتو اعلان به د اکتوبر پر ۱۳مه په صوابۍ کي کوي.
د ګوند د مشرانو ترمنځ دغو اختلافاتو د احتجاجي مارچ د مشرۍ، د پخوانیو احتجاجونو د پرېکړو او د صوبايي حکومت دننه د سیاسي اختلافاتو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
تر اوسه سهیل اپريدي د ګنډاپور د وروستیو تورونو په اړه تفصیلي جواب نه دی ورکړی او دا هم نه ده څرګنده چې د ګوند مشرتابه د دغو اختلافاتو د هوارولو لپاره کوم ګام پورته کړی دی.


سلمان یوسفزی