د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي همکاري نوې خبره نه ده، خو د منځني ختیځ روانو جګړو ته په کتو د دې اړیکو پراخېدل د پاکستان د امنیت، اقتصاد او بهرني سیاست په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي. که د نوي دفاعي تړون له مخې پاکستان خپل پوځ د سعودي عربستان له دفاع هاخوا په سیمهییزو جګړو کي ښکېل کړي، نو پایلې یې یوازې تر پوځي ډګره نه شي محدودېدای.
د ترکیې د احتمالي ګډون خبرې او پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو له امله پیدا شوی وضعیت دا پوښتنه نوره هم مهمه کړې چې پاکستان به تر کومه حده د سعودي دفاع ته ژمن وي او ایا دا ژمنه به یې د منځني ختیځ په نورو شخړو کي هم ښکېل کړي؟
د پاکستان په سیاست کي د پوځ د رول او پر مهمو ملي پرېکړو د پوځي مشرانو د نفوذ په اړه له اوږدې مودې راهیسې بحثونه روان دي. د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د اتمې د رویټرز د راپور له مخې، سعودي عربستان ته د نورو پاکستاني پوځیانو د لېږلو پرېکړه د پارلمان له رایې پرته شوې ده.
که څه هم د پوځ د بهرنیو دندو لپاره په هر حالت کي د پارلمان جلا منظوري قانوني شرط نه ده، خو دا پوښتنه پر خپل ځای ده چې د هېواد د امنیت او بهرني سیاست په څېر مهمې پرېکړې د ولسي استازو له اغېزمنې څارنې پرته څنګه کېږي؟
د پاکستان اساسي قانون د وسله والو ځواکونو قومانده او کنټرول وفاقي حکومت ته سپارلی دی. پوځ د هېواد د دفاع مسوولیت لري، خو د بهرني سیاست جوړول او د پوځي ژمنو سیاسي مسوولیت د ولسي حکومت په غاړه دی. له همدې امله د دفاعي تړون شرایط، د پوځیانو شمېر او د هغوی د دندو حدود باید پارلمان ته روښانه وي.
د دې تړون اقتصادي اړخ هم له پامه نه شي غورځېدای. پاکستان له کلونو راهیسې د پورونو، د بهرنیو اسعارو د کمښت او اقتصادي بې ثباتۍ له ستونزو سره مخ دی. سعودي عربستان په بېلابېلو وختونو کي د مالي مرستو، بانکي زیرمو او د تېلو د تادیاتو د اسانتیاوو له لارې د پاکستان ملاتړ کړی دی. خو اقتصادي اړتیا باید د داسې پوځي ژمنو سبب نه شي چې پاکستان یې وروسته درنه سیاسي او امنیتي بیه پرې کړي.
دا خبره په خپله نه ده ثابته چې پاکستان د مالي مرستو په بدل کي دفاعي ژمنې منلې دي، خو پر سعودي عربستان اقتصادي تکیه دا پوښتنه مهمه کوي چې اسلام اباد د خپلو دفاعي پرېکړو په کولو کي څومره خپلواک دی.
له ایران سره د اړیکو خرابېدل د دې تړون بل احتمالي خطر دی. پاکستان له سعودي عربستان سره نږدې دفاعي اړیکې لري، خو ایران یې ګاونډی هېواد دی چې ورسره نږدې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. که پاکستاني پوځیان یوازې د سعودي عربستان د خاورې او مهمو تاسیساتو دفاع کوي، نو دا له هغو عملیاتو سره توپیر لري چې په یمن یا د سیمې په نورو هېوادونو کي ترسره کېږي.
که پاکستان په داسې پوځي عملیاتو کي برخه واخلي چې ایران یې د خپلو ګټو پر ضد وګڼي، د اسلام اباد او تهران اړیکې له نوي کړکېچ سره مخ کېدای شي. که څه هم سعودي عربستان او ایران په ۲۰۲۳ کال کي خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته جوړې کړې، خو د منځني ختیځ روانو شخړو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ ځینې لاملونه لا هم نه دي ختم کړي.
د پاکستان او ایران ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ متقابل پوځي بریدونه وښودله چې د پولې امنیتي ستونزې څومره ژر په لوی سیاسي کړکېچ بدلېدای شي. که د سعودي عربستان د دفاعي تړون له امله د دواړو ګاونډیو اړیکې خرابې شي، نو اغېز به یې د بلوچستان پر امنیت، سرحدي تجارت او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند هم پرېوځي.
البته دا په دې معنا نه ده چې ایران به حتمي د پاکستان پر ضد نوې جبهه پرانیزي، خو د داسې خطر مخنیوی ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا لري.
پاکستان له وړاندې د افغانستان پر پوله له ناامنۍ او د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، له بریدونو سره مخ دی. اسلام اباد افغان طالبان د ټي ټي پي وسله والو ته د پناه ورکولو په تور تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي. په بلوچستان کي هم وسله وال فعالیتونه د پاکستان لپاره جدي امنیتي ستونزه ده.
که پاکستان د منځني ختیځ په جګړو کي هم ښکېل شي، نو د پوځ د امکاناتو او امنیتي سرچینو وېش به یې لا ستونزمن کړي. دا ادعا نه شي کېدای چې ایران، افغان طالبان او ټي ټي پي به حتمي د پاکستان پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي، خو په یو وخت کي له څو اړخونو امنیتي فشارونه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي.
د منځني ختیځ جګړې د پاکستان پر کورني مذهبي او فرقهییز وضعیت هم اغېز کولی شي. په دغه هېواد کي د شیعه او سني ټولنو ترمنځ د تاوتریخوالي اوږد تاریخ شته او په کرمه ضلعه کي وروستیو خونړیو شخړو دا حساسیت نور هم څرګند کړی دی. که پاکستان په داسې جګړه کي ښکېل شي چې کورنۍ ډلې یې مذهبي رنګ ورکړي، نو د فرقهییز تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر به هم موجود وي.
د دفاعي تړون راتلونکې پایلې تر ډېره په دې پورې تړلې دي چې د پاکستاني پوځیانو دنده به څه وي. که هغوی یوازې د سعودي عربستان د خاورې، هوايي حریم او مهمو تاسیساتو دفاع کوي، خطرونه به نسبتاً محدود وي. خو که د دوی دندې په یمن یا نورو سیمو کي مستقیمو پوځي عملیاتو ته وغځېږي، نو د مرګ ژوبلې، غچ اخیستونکو بریدونو او سیمهییز کړکېچ امکان به زیات شي.
په پراخه سیمهییزه جګړه کي د پاکستان ښکېلتیا د دغه هېواد پر اقتصاد هم فشار راوستلی شي. د تېلو د بیو لوړېدل، د سمندري تجارت اغېزمنېدل، د دفاعي لګښتونو زیاتېدل او له ایران سره د اړیکو خرابېدل یې له احتمالي پایلو څخه دي.
پاکستان ته په دې وضعیت کي تر ټولو مهمه مسئله د دفاعي تړون د حدودو روښانه کول دي. حکومت باید پارلمان ته د تړون، د پوځیانو د شمېر، د هغوی د دندو او د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړي. له ایران سره د اړیکو ساتل، له افغانستان سره د خبرو اترو دوام او د بلوچستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اقدامات هم د پاکستان له مهمو اړتیاوو څخه دي.
له سعودي عربستان سره ملګرتیا د پاکستان لپاره اقتصادي او امنیتي اهمیت لري، خو دا اړیکې باید د هېواد د ملي ګټو، اقتصادي ثبات او له ګاونډیو سره د اړیکو په بیه پراخې نه شي. اصلي پوښتنه دا نه ده چې پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي ملګرتیا ولري او که نه، بلکې دا ده چې د دې ملګرتیا حدود به څوک ټاکي، پرېکړې به څوک کوي او د احتمالي جګړې بیه به څوک پرې کوي؟
د سعودي عربستان دفاع او د پاکستان ملي امنیت باید د یو بل پر ضد ونه درېږي. د پوځ دنده د هېواد دفاع ده، خو د بهرني سیاست او پوځي ژمنو سیاسي مسوولیت باید د ولس په رایه جوړ شوي حکومت ته ورګرځي او پارلمان یې د څارنې واک ولري. د پاکستان لپاره اساسي مسئله دا ده چې له خپلو دفاعي ملګرتیاوو سره سره د نورو هېوادونو په جګړو کي د ښکېلتیا خطرونه وارزوي او خپلې ملي ګټې، سیمهییز امنیت او ډیپلوماټیکې اړیکې خوندي وساتي.


اسد الله مایار