کابل (شال نیوز) : د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخواني سلاکار فاروق اعظم له طالب چارواکو غوښتي چې د افغانستان د خلکو پر مخ د علم او پوهې دروازې پرانیزي او ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
فاروق اعظم پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه لیکنه کي د حکومت چلول د خیاطۍ له ماشین سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې د هر کار د سم ترسره کولو لپاره مسلکي پوهه او روزنه ضروري ده.
هغه لیکلي:
«د ولس پر مخ د علم او پوهې دروازې خلاصې کړئ چې ښه خیاطان ورڅخه جوړ شي، د خیاطۍ ماشین سم وچلوي او ستاسې په زړه ښه ښکلي جامې درته وګنډي.»
اعظم ویلي چې دا خبره یې هغه وخت ذهن ته راغله چې په کور کي یې د خپلې مېرمنې د خیاطۍ ماشین ولید. د هغه په وینا، که څوک غواړي یو ماشین په سمه توګه وچلوي او ښه کار ترې واخلي، نو د ماشین چلوونکي ته باید لازمه مسلکي روزنه ورکړل شي.
د فاروق اعظم دا څرګندونې په داسې حال کي مخې ته راغلې چې په افغانستان کي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لا هم پر ځای دی او ښځې پوهنتونونو ته هم د تګ اجازه نه لري.
بلخوا، د طالبانو د افغاني سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کي ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې په تړون کي د ښځو د حقونو یادونه نه ده شوې. دلاور ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ د افغاني او پښتني دودونو سره تړاو لري.
هغه ویلي:
«د ښځې ټکی له اول تر اخره په کي نشته. د ښځو په مسئله کي پښتانه او افغانان دومره سخت دي چې د ښځې نوم په مجلس کي نه اخلي، موږ به له امریکایانو سره څنګه دا خبرې کولې؟»
دلاور د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د فرمان دفاع هم کړې او ویلي یې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز به تر بل امر پورې پر ځای وي.
خو دلاور د دوحې د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي وو چې ښځې د دوکتورا تر کچې د زده کړو او کار کولو حق لري او طالبان به دغو حقونو ته ژمن وي. د هغه اوسنۍ څرګندونې د ښځو د تعلیم په اړه د طالبانو د پخوانیو ژمنو او موجوده بندیزونو ترمنځ توپیر څرګندوي.
په افغانستان کي د نجونو منځني او لېسې ښوونځي د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر راهیسې تړلي دي، او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کي ښځې له پوهنتوني زده کړو هم منع شوې دي.


شال نیوز