اسلام اباد : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خېبر پښتونخوا کي د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه مهمه غونډه رابللې چې پکي د ایمرجنسي لګولو او ګورنر راج په ګډون پر بېلابېلو قانوني لارو د غور امکان ښودل شوی دی.
د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دا غونډه د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر لسمه، په وزیراعظم هاوس کي وشي. تمه ده چې په غونډه کي وفاقي وزیران، د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي او د امنیتي ادارو استازي ګډون وکړي.
سرچینې وايي، وزیراعظم ته به د خېبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شي او په صوبه کي به د امن د ټینګښت لپاره پر ممکنه اقداماتو غور وشي.
د غونډې لپاره په چمتو شویو وړاندیزونو کي د خېبر پښتونخوا په هغو ۱۲ ضلعو کي د ځانګړو امنیتي اقداماتو خبره هم شوې چې د وسله والو فعالیتونه پکي زیات دي. په دې کي د پخوانیو قبایلي سیمو ځینې ضلعې هم شاملې دي.
خو د وفاقي حکومت چارواکو ویلي چې که د اساسي قانون له مخې ایمرجنسي ولګول شي، نو دا به یوازې په ۱۲ ضلعو نه، بلکې په ټوله صوبه کي نافذه وي.
د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چودري د جمعې په ورځ ویلي چې وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي لګولو په اړه خپلې مشورې بشپړې کړې دي.
نوموړي ویلي، که صوبايي حکومت د وسله والو پر ضد په اقداماتو کي له وفاق سره همکاري ونه کړي، نو حکومت به د ایمرجنسي لګولو لاره خپله کړي. خو هغه دا خبره نه ده تایید کړې چې د وزیراعظم په رابللې غونډه کي به حتمي پرېکړه کېږي.
د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله هم ویلي چې د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته حالات داسې ځای ته رسېدلي چې حکومت به نورو قانوني لارو ته هم کتنه کوي.
بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جمعې په ورځ په کراچۍ کي ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لګول باید وروستۍ لاره وي. هغه پر تحریک انصاف غږ کړی چې له وفاقي حکومت سره د خبرو له لارې سیاسي اختلافات حل کړي.
د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي د وفاقي حکومت دریځ رد کړی او ویلي یې دي چې صوبايي حکومت د وسله والو پر ضد د اقداماتو مخالفت نه کوي.
هغه ویلي چې د خېبر پښتونخوا پولیس او امنیتي اهلکار د وسله والو پر ضد قربانۍ ورکوي او وفاقي حکومت باید د صوبې وړاندیزونو ته پام وکړي.
دا پرمختګ په داسې وخت کي شوی چې تحریک انصاف د خپل بندي مشر عمران خان د خوشې کولو او نورو غوښتنو لپاره اسلام اباد ته لانګ مارچ پیل کړی دی.
اعلا وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د لانګ مارچ قافلې به د اکتوبر پر ۱۱مه د صوابۍ انټرچېنج ته رسېږي او د اکتوبر پر ۱۳مه به له بېلابېلو سیمو نورې قافلې هم ورسره یوځای شي.
د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د لانګ مارچ د مخنیوي لپاره شوې خبرې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلې. د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو مهم ټکي له عمران خان سره د ملاقاتونو او په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو پر ضد د اقداماتو په اړه دي.
د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې، په ځانګړو حالاتو کي د ایمرجنسي اعلان کېدای شي، خو د ۲۳۴مې مادې له مخې د صوبايي حکومت د آئيني چارو د ناکامېدو په صورت کي د ګورنر راج لپاره بېل قانوني شرایط موجود دي.
په دواړو صورتونو کي د وفاقي حکومت د اختیارونو او د صوبايي ادارو د کار کولو په طریقه کي بدلون راتلای شي، خو د ایمرجنسي او ګورنر راج قانوني اغېزې یو شان نه دي.


خانزیب محسود