اورکزي (شال نیوز) : په اورکزو ضلعه کي د ګورنمنټ های سکول مشتي بازار د هېډماسټر محمد اقبال افریدي د تښتونې پر ضد ښوونکو او زدهکوونکو احتجاجي لاریون کړی او د هغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د شنبې په سهار پیل شوی احتجاج د ګورنمنټ های سکول مشتي بازار څخه تر مشتي مېله بازار پورې وغځېد. په لاریون کي ګډونوالو د هېډماسټر د تښتونې غندنه وکړه او له ضلعي انتظامیې یې وغوښتل چې د هغه د راخوشې کولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.
د سرچینو په وینا، محمد اقبال افریدي د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې نامعلومو کسانو تښتولی او نامعلوم ځای ته یې وړی دی. د ښوونکو ټولنې د پېښې په غبرګون کي خبرداری ورکړی چې که محمد اقبال افریدي ژر راخوشې نه شو، نو په ټوله اورکزۍ ضلعه کي به د سرکاري سکولونو د درسونو بشپړ بایکاټ وکړي.
احتجاج کوونکو ویلي چې د ښوونکو تښتول د هغوی د امنیت په اړه جدي اندېښنې پیدا کړې دي او انتظامیه باید د ښوونکو او زدهکوونکو د تحفظ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ښوونکو ټولنې له ضلعي انتظامیې او پولیسو غوښتنه کړې چې تښتول شوی هېډماسټر دې په خوندي توګه راخوشې کړي او په پېښه کي ککړ کسان دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د پولیسو د مخکینیو معلوماتو له مخې، د هېډماسټر د تښتونې د پېښې پلټنې پیل شوې دي. خو د هغه د خوشې کېدو یا د تښتوونکو د نیول کېدو په اړه تر اوسه کوم تازه رسمي اعلان نه دی شوی.


محمد عامر اورکزی