بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کي د پولیسو د امن کمېټۍ ویاند میر زمان مروت ویلي چې د غوري والا په سیمه کي د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو مهم کمانډر زین الله، چې په سالار مشهور و، وژل شوی او یو بل ملګری یې په تېښته بریالی شوی دی.
میر زمان مروت په خپل بیان کي ویلي چې دغه عملیات د ککي تاڼې د ایس اېچ او او د بېلابېلو امن کمېټیو د غړو په موجودیت کي ترسره شوي دي. د هغه په وینا، عملیات د وسله والو پر ضد د روانو هڅو برخه وه او د بنو د خلکو د امنیت لپاره به دا ډول کارروایۍ دوام لري.
نوموړي ویلي چې د بنو له خلکو سره یې د امن د ټینګښت کومې وعدې کړې دي، د هغو د پوره کولو هڅې به جاري ساتي. میر زمان مروت زیاته کړې چې هغو کسانو ته به د قانون له مخې سزا ورکولو لپاره هڅې کوي چې د بنو خلکو ته یې مرګ ژوبله او نور زیانونه رسولي دي.
د امن کمېټۍ ویاند ویلي چې وسله والو ته یې له وړاندې خبرداری ورکړی و چې خېبر پښتونخوا پرېږدي، خو د هغه په خبره، چا چې دغه خبرداری نه دی منلی، پر ضد به یې عملیات دوام ولري. نوموړي دا هم ویلي چې د وژل شویو پولیسو قربانۍ به بېنتیجې نه پرېږدي او په سیمه کي به د امن د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


شال نیوز