پروان (شال نیوز) : د افغانستان په پروان ولایت کي د طالبانو پولیسو د ۶۵۶ کلو قیمتي لاجوردو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کي ویل شوي چې دغه کسان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مدیریت او د اوومې امنیتي حوزې د پولیسو په ګډو عملیاتو کي نیول شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل چې ۶۵۶ کلو لاجورد، د جنسي ځواک د زیاتولو د درملو شپږ کارټنه او درې ګلاک تومانچې له بدخشان ولایت څخه کابل ته ولېږدوي. خبرپاڼه وايي، دغه سامانونه په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کي پټ کړل شوي وو، خو پولیسو د تلاشۍ پر مهال وموندل.

 

د پروان پولیسو ویلي چې دواړه نیول شوي کسان د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او د لومړنیو پلټنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی. د پولیسو په وینا، دغه کسان د نورو پلټنو او قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

 

لاجورد د افغانستان له قیمتي ډبرو څخه دی چې په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په کانونو کي موندل کېږي او د ګاڼو او نورو زینتي شیانو په جوړولو کي ترې کار اخیستل کېږي.