جرمني (شال نیوز) : د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت په توتلینګن ښار کي پولیسو یو ۲۷ کلن افغان وګړی د ښاروالۍ د ودانۍ په انګړ کي په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، دغه کس لومړی پر پولیس اهلکارو ډزې کړې وې.

 

د روټ‌وایل څارنوالۍ او د بادن وورتمبرګ د جنايي پولیسو ادارې د ګډې اعلامیې له مخې، پېښه د اکتوبر پر اتمه، د پنجشنبې په ورځ، د غرمې شاوخوا دولس نیمې بجې شوې ده.

 

چارواکي وايي، پولیسو ته د یوه وسله وال کس د موجودیت اطلاع ورکړل شوې وه. پولیس سیمې ته ورسېدل او له شاوخوا شل دقیقو لټون وروسته یې دغه کس د ښاروالۍ د ودانۍ په انګړ کي وموند.

 

د پولیسو په وینا، افغان وګړي د پولیس اهلکارو پر لور ډزې وکړې او هغوی هم ځوابي ډزې وکړې چې نوموړی پکي سخت ټپي شو.

 

پولیس وايي، ټپي شوي کس ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او امبولانس یې راوغوښت، خو د ډاکټرانو له هڅو سره سره هغه د پېښې په ځای کي ساه ورکړه. په دې پېښه کي بل څوک نه دي ټپیان شوي.

 

د جرمني د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، وژل شوی افغان د توتلینګن ښار اوسېدونکی و او تر دې وړاندې هم له پولیسو سره مخ شوی و، خو د دغو پخوانیو پېښو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

د روټ‌وایل څارنوالۍ او د جنايي پولیسو ادارې د پېښې تحقیقات پیل کړي دي. چارواکي وايي، د شاهدانو د موندلو او د پېښې د اصلي لامل معلومولو هڅې روانې دي.

 

تر اوسه د وژل شوي افغان نوم نه دی خپور شوی او دا هم نه ده معلومه چې نوموړي ولې وسله له ځان سره لرله او د ښاروالۍ ودانۍ ته د څه لپاره ورغلی و.

 

د پېښې په اړه خپاره شوي معلومات د جرمني د پولیسو پر رسمي دریځ ولاړ دي او د ډزو د څرنګوالي په اړه خپلواکه څېړنه لا نه ده بشپړه شوې.