میرام شاه (شال نیوز) : د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کي د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کړي چې په نتیجه کي یې اووه وسله وال وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، وژل شوي کسان له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري او د عملیاتو پر مهال ترې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو ډلو د بهرنیو ملاتړ کوونکو او په هېواد کي د هغوی د مرسته کوونکو هڅې به ناکامې کړي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د وسله والو ډلو پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
په شمالي وزیرستان کي په تېرو څو ورځو کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د اکتوبر پر اتمه هم امنیتي سرچینو د نهو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د تازه عملیاتو دقیق ځای او د وژل شویو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي. د امنیتي سرچینو د معلوماتو خپلواکه تصدیق نه دی شوی او د تحریک طالبان پاکستان دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز