تهران (شال نیوز) : ایران د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته ویلي چې تر څو امریکا د تهران شرطونه نه وي منلي، له واشنګټن سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات بیا پیل نه کړي.

 

عاصم منیر د اکتوبر پر ۲۰مه تهران ته تللی و، چې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د پاکستان د منځګړیتوب پر هڅو او د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې پر پای ته رسولو خبرې وکړي.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، منیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلېمان له مشر محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا له سیکرټري محسن رضايي سره جلا جلا ملاقاتونه کړي دي.

 

د ایران نورنیوز خبري ادارې ویلي چې ولسمشر پزشکیان له منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب پر هڅو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. خو د دغو خبرو په نتیجه کي د کومې نوې موافقې اعلان نه دی شوی.

 

د ایران د پارلېمان مشر محمدباقر قالیباف عاصم منیر ته ویلي چې امریکا تر هغه د تهران باور نه شي ترلاسه کولای، څو یې د ایران هغه اووه شرطونه نه وي منلي چې تېره میاشت د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره وړاندې شوي وو.

 

د ایراني چارواکو په وینا، په دغو غوښتنو کي د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري بندیز ختمول، د ایراني تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په سیمه کي د جګړو بندول شامل دي. د ټولو اوو شرطونو بشپړ رسمي تفصیل نه دی خپور شوی.

 

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکرټري محسن رضايي هم له منیر سره په ملاقات کي ویلي چې امریکا باید د باور جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د تهران شرطونه ومني. رضايي په دغه ملاقات کي دا هم څرګنده کړې چې ایران به خپل غني شوي اټومي مواد له هېواده بهر ونه لېږي.

 

د ایران د دولتي ټلوېزیون له مخې، رضايي دغه مواد د ایراني ولس ملي شتمني بللې او ویلي یې دي چې د هېواد دننه به استعمالېږي. د اټومي موادو د ساتلو په اړه د ایران دا دریځ د امریکا له غوښتنو سره اختلاف لري.

 

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د اکتوبر په لومړیو کي ویلي وو چې ایران باید د یورانیمو د غني کولو په توان کي د پام وړ کموالی راولي.

 

ایران تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم غني کړي دي. دا د اټومي وسلو لپاره اړینې شاوخوا ۹۰ سلنې کچې ته نږدې ده. امریکا او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه اندېښنه لري چې ایران ښايي د اټومي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، خو تهران دا تور ردوي او وايي چې اټومي پروګرام یې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

 

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. د اسلام‌اباد په منځګړیتوب د جون په میاشت کي یوه موقتي موافقه شوې وه، خو څو اوونۍ وروسته د جګړې له بیا پیل سره دغه موافقه هم ناکامه شوه.

 

د ایران او امریکا ترمنځ د اختلاف یوه مهمه مسئله د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اکتوبر پر ۱۸مه ویلي وو چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران وړاندیز لا هم پر ځای دی.

 

د دغه وړاندیز له مخې، که امریکا د ایران شرطونه ومني، د تنګي د بېرته پرانیستلو او ورپسې د مذاکراتو د پیل امکان شته. خو واشنګټن غواړي چې د ایران اټومي پروګرام له پیل څخه د مذاکراتو برخه وي، په داسې حال کي چې تهران د سمندري لارې پرانیستل او د جګړې بندول لومړیتوب بولي.

 

رویټرز د اکتوبر پر ۲۰مه د ایران د درېیو لوړپوړو چارواکو او یوې بلې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې تهران له امریکا سره د ژر موافقې په اړه زړه نازړه دی. دغو سرچینو ویلي چې ایراني مشران د امریکا او اسرائیل د نویو بریدونو اندېښنه لري او پر واشنګټن باور نه کوي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ د رویټرز د دغه راپور په اړه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه و ورکړی. د عاصم منیر د تهران له سفر وروسته هم د ایران او امریکا ترمنځ د رسمي مذاکراتو د بیا پیل کومه نېټه نه ده اعلان شوې او نه هم د یوې نوې موافقې خبر ورکړل شوی دی.

 

د ایران د چارواکو څرګندونې ښيي چې تهران د خپلو شرطونو له منلو پرته د خبرو بیا پیل ته چمتو نه دی. خو دا لا نه ده څرګنده چې پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره په خپلو منځګړیتوب هڅو کي څومره پرمختګ وکړای شي.