اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، مصر، فرانسې، جرمني، اټالیا او برتانیې د منځني ختیز د روانو جګړو د ختمولو او د مذاکراتو له لارې د شخړو د هوارولو غوښتنه کړې ده. د دغو اتو هېوادونو خارجه وزیرانو د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کي غونډه کړې وه.

 

د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، په خپره شوې ګډه اعلامیه کي ویل شوي چې د منځني ختیز روانو جګړو د سیمې امنیت او نړیوال تجارت اغېزمن کړی دی. خارجه وزیرانو د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې او د سیمې د نورو شخړو د ختمولو لپاره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

 

په غونډه کي د هرمز او باب المندب تنګیو او د تجارتي بېړیو د خوندي تګ راتګ پر مسئله هم خبرې شوې دي. دغو هېوادونو غوښتنه کړې چې مهمې سمندري لارې دې پرانیستې وساتل شي او تجارتي بېړیو ته دې د نړیوالو قوانینو له مخې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

 

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده. د دې لارې بندېدل د تېلو پر رسد او نړیوال تجارت اغېز کوي. په ګډه اعلامیه کي د فلسطین د مسئلې د حل لپاره د دوو خپلواکو هېوادونو د جوړېدو ملاتړ هم شوی دی.

 

اتو هېوادونو ویلي چې د منځني ختیز د امنیت او د روانو شخړو د هوارولو لپاره به خپلو خبرو ته دوام ورکوي. خو د استانبول له غونډې وروسته د نوي اوربند، د ایران د جګړې د ختمولو یا د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو په اړه کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې.