واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن له ایران سره د یو لوی تړون کولو او پر دغه هېواد د بیا پوځي حملې کولو دواړه لارې په پام کي لري.
ټرمپ ویلي چې له ایران سره یو لوی تړون کېدای شي، خو دا امکان هم شته چې امریکا پرې یو ځل بیا پوځي حمله وکړي. نوموړي د ایران د پوځي طاقت په اړه دعوه کړې چې امریکايي ځواکونو د دغه هېواد رادارونه له منځه وړي دي.
ټرمپ ویلي، که ایران په خپل حال پرېښودل شوی وای، نو د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره به یې یوه نه یوه لاره پیدا کړې وای. د امریکا له صدره په منځني ختیځ کي پر امریکايي پوځیانو د حملو لپاره د ایران د هڅو په اړه د استخباراتي راپورونو پوښتنه هم شوې ده.
ټرمپ په ځواب کي ایرانیان «بد خلک» بللي، خو د دغو استخباراتي راپورونو په اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. هغه دا دعوه هم کړې چې ایران ۲۵۹ جنګي الوتکې او ۲۵۹ بحري بېړۍ لرلې چې ټولې د امریکايي حملو په نتیجه کي تباه شوې دي.
د ټرمپ د دغو شمېرو خپلواک تصدیق نه دی شوی او دا هم نه ده څرګنده چې نوموړي د کومو پوځي عملیاتو یادونه کوله.
د امریکا صدر په داسې وخت کي د ایران پر ضد د بیا پوځي حملې امکان یاد کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ایران د ایټمي پروګرام او په منځني ختیځ کي د امنیت پر سر اختلافات لا هم پر ځای دي.


شال نیوز