پکتیا : د بریتانیا د لندن ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېل کلي اوسېدونکو او ژغورل شوو کسانو ویلي دي، چې ،د جون پر ۲۸مه، د پاکستان په هوايي برید کې ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ،اګست په ۵مه، خپور شوي راپور له مخې، برید د شپې له ۱۱ بجو وروسته پر یوه استوګنیز کور شوی و. په کور کې شاوخوا ۳۵ ښځې، ماشومان او نارینه ویده وو. د لومړي برید وروسته کلیوال د ژوبلو کسانو د ژغورلو لپاره سیمې ته ورغلل، خو د لندن ټایمز د راپور له مخې، لږه شېبه وروسته پر هماغه سیمه دویم هوايي برید وشو.
په راپور کې د درې کلنې ،نجما، د سخت ژوبلېدو او د ۱۲ کلن لقمان د وژل کېدو یادونه شوې ده. د برید له یوې میاشتې ډېر وخت وروسته هم یو شمېر ژوبل کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندي وو.
د مندخېل اوسېدونکو د لندن ټایمز خبریال ته ویلي دي، چې په کلي کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال موجود نه وو. د دوي په وینا، برید پر ملکي کور شوی او په دویم برید کې هغه کسان هم ژوبل او وژل شوي چې د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغلي وو.
پاکستاني چارواکي بیا وايي، چي د جون ۲۸ عملیات د تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او نورو وسله والو ډلو د پټنځایونو پر ضد ترسره شوي وو. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ دعوه کړې وه، چي په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۵ وسله وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو زېرمې له منځه وړل شوې دي. اسلام اباد وايي، دغه عملیات په پاکستان کې د وسله والو بریدونو په غبرګون کې شوي وو.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت په لومړني راپور کې ویلي وو، چې د جون ۲۸ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي کسان وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي دي. د افغانستان طالب چارواکو بیا د ټولې مرګ ژوبلې شمېر ۳۸ وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل ښودلی و.


شال نیوز