پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف لوړپوړي مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې له تېرې ورځې راهیسې شاوخوا دوه زره سیاسي فعالان نیول شوي دي.
نوموړي پر اېکس په خپور کړي بیان کې د تحریک انصاف د غړو نیول، د پارلمان د غړو پر کورونو چاپې او د سیاسي مخالفینو پر ضد د پولیسو اقدامات غندلي او د نیول شویو کسانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
اسد قیصر ویلي چې خېبر پښتونخوا خپل ځانګړی سیاسي او ټولنیز کلتور لري او خلک یې د سیاسي اختلافونو باوجود د یو بل درناوی کوي. هغه پوښتنه کړې چې حکومت ولې په صوبه کې د امن او نظم وضعیت خرابوي او سیاسي کړکېچ ته لمن وهي؟
قیصر د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي، د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي، د تحریک انصاف د صوبايي مشر جنید اکبر خان او د نیول شویو وزیرانو، د قومي او صوبايي اسمبلۍ د غړو او نورو سیاسي فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.
نوموړي ویلي چې د خلکو پر کورونو چاپې، نیونې او د سیاسي فعالانو ځورول باید سمدستي بند شي. د اسد قیصر په وینا، د دولتي ځواک په کارولو سیاسي مخالفتونه له منځه نه شي تللی او حکومت باید سیاسي اختلافونه د خبرو اترو، اساسي قانون او قانوني لارو چارو له مخې حل کړي.
تر اوسه حکومتي چارواکو د اسد قیصر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دوو زرو کسانو د نیول کېدو شمېره نه ده تایید کړې.


شال نیوز