پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف د صوبې لپاره د ۱۶۰ اربه روپو پېکج اعلان کړی او اړوندو چارواکو ته یې د امنیت، پرمختیايي منصوبو او د صوبې د نورو مسئلو د هوارولو لارښوونې کړې دي.
نوموړي د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د پېښور په ګورنر هاوس کي یوې خبري غونډې ته وویل چې تېره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قومي ایپکس کمېټۍ غونډه شوې وه چې پکی د خېبر پښتونخوا پر امنیتي صورتحال او پرمختیايي منصوبو خبرې شوې دي.
د ګورنر په وینا، په غونډه کي اړوندو چارواکو د امنیت او پرمختیايي چارو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د ۱۲ ځانګړو ضلعو ایډیشنل چیف سېکرټري هم د دغو ضلعو لپاره د تیار شوي پلان په اړه ګډونوال خبر کړل.
فیصل کریم کونډي وویل چې دوی په غونډه کي د خېبر پښتونخوا لپاره یو شمېر غوښتنې وړاندې کړې چې وزیراعظم سمدستي ومنلې او اړوندو محکمو ته یې د عملي کولو لارښوونې وکړې.
خو نوموړي دا تفصیل ورنه کړ چې د ۱۶۰ اربه روپو له پېکج څخه به څومره پیسې د ۱۲ ضلعو لپاره ځانګړې کېږي، کومو منصوبو ته به ورکول کېږي او د پیسو د ورکړې لړۍ به کله پیلېږي.
ګورنر وویل چې د صوبې د ګېس او غنمو د مسئلو د هوارولو لپاره وزیراعظم د خوراک وفاقي سېکرټري ته د یوې غونډې د رابللو لارښوونه کړې ده. هغه زیاته کړه چې د نوښار د اضاخېلو د غنمو په ګودام کي د غنمو د معاملې په اړه پلټنې هم پیل شوې دي.
فیصل کریم کونډي وویل چې په سرکاري محکمو کي به کرپشن نه زغمل کېږي او کوم افسران چې خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي، هغوی به له عهدو لرې کړل شي. د امنیت په اړه ګورنر وویل چې د وسله والو خلاف کارروایۍ او په صوبه کي د امن ټینګول د حکومت لومړیتوب دی.
هغه وویل چې پولیسو ته به د وسله والو خلاف د کارروایو لپاره ټول ضروري وسائل ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، د وژل شویو پولیس اهلکارو د کورنیو لپاره په مالي پېکج کي زیاتوالی راوستل شوی او د پولیسو تنخواګانې هم زیاتول کېږي.
ګورنر وویل چې تر څو په صوبه کي امن نه وي، مقامي او بهرني سرمایه کار به پانګونې ته زړه ښه نه کړي. هغه زیاته کړه چې حکومت غواړي د صوبې د پرمختګ لپاره له شخصي کمپنیانو سره په ګډه منصوبې پیل کړي.
فیصل کریم کنډي د صوبې د سیاسي صورتحال په اړه وویل چې په تېرو ۱۳ کلونو کي خېبر پښتونخوا وروسته پاتې شوې او اوس یې د پرمختګ لپاره ګډ کار ته اړتیا ده. هغه وویل چې له وفاقي حکومت څخه به د صوبې د حقونو غوښتنه د دلیل او قانون له لارې کوي.
د ګورنر په وینا، په دې لړ کي یې د عوامي نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي او آفتاب احمد خان شېرپاو سره هم لیدلي دي. نوموړي وویل چې د خېبر پښتونخوا د حقونو لپاره باید ټول سیاسي ګوندونه په یوه دریځ راټول شي.
د اوبو د وېش په اړه ګورنر وویل چې په ۱۹۹۱ کال کي د صوبو ترمنځ د اوبو د وېش معاهده شوې وه، خو خېبر پښتونخوا ته د خپلې برخې پوره اوبه نه ورکول کېدې.
هغه وویل چې وفاقي حکومت په دې اړه د صوبې دریځ اورېدلی او ټاکل شوې چې د چشمه لېفټ کېنال د لومړي او څلورم پېکج ټېنډرونه راتلونکې میاشت جاري شي.
ګورنر دا هم وویل چې په ټوله صوبه کي له سرکاري او ولسي ځایونو څخه د ناجائزه قبضو د ختمولو کارروایۍ پیل شوې دي او له چا سره به په دې برخه کي رعایت نه کېږي.
په خبري غونډه کي د اطلاعاتو مشاورې ثمر بلور او د ۱۲ ځانګړو ضلعو د اطلاعاتو مشاور محمود جان بابر هم موجود وو. فیصل کریم کونډي وویل چې د صوبې د حقونو ترلاسه کولو، امنیت ښه کولو او پرمختیايي منصوبو د عملي کولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.


شال نیوز