کابل (شال نیوز) : ماډرن ډیپلوماسي(ایم ډي) په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د افغانستان د قوش‌تیېپې کانال پروژه د کرنې او اقتصادي ودې لپاره مهمه بلل کېږي، خو د امو سیند د اوبو پر سر د طالبانو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د احتمالي اختلافاتو بحث هم تود کړی دی.

 

د ماډرن ډیپلوماسي د راپور له مخې، قوش‌تیېپې کانال د افغانستان په شمال کې د امو سیند اوبه وچو سیمو ته لېږدوي، څو کرنیزې ځمکې خړوبې او د خوړو تولید زیات شي.

 

راپور وايي، افغانستان چې له لسیزو جګړو، بېوزلۍ او د خوراکي توکو پر وارداتو له تکیې سره مخ و، اوس هڅه کوي خپله کرنیزه وړتیا لوړه کړي او اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

 

خو د ماډرن ډیپلوماسي راپور ټینګار کوي چې افغانستان د خپلو اوبو د کارولو مشروع حق لري او له کابل څخه دا تمه نه شي کېدای چې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره خپلې پراختیايي پروژې ودروي.

 

خو ورته مهال ازبکستان او ترکمنستان هم اندېښنه لري چې د امو سیند د اوبو د کمېدو احتمالي اغېزې به د دوی پر کرنې، د خوړو پر امنیت او اقتصاد منفي اغېز وکړي. د ماډرن ډیپلوماسي په خبره، د قوش‌تېپې کانال اصلي ستونزه د اوبو اندازه نه، بلکې د اوبو د ګډ مدیریت نشتوالی دی.

 

د یادې رسنۍ راپور وايي، د منځنۍ اسیا د اوبو ډېری تړونونه د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې جوړ شوي وو، خو افغانستان د دغو هوکړو برخه نه و. اوس داسې وضعیت رامنځته شوی چې د امو سیند اوبه د څو هېوادونو ترمنځ شریکې دي، خو د ټولو اړخونو د ګډون لپاره جامع چوکاټ نه شته.

 

راپور زیاتوي چې قوش‌تېپې کانال د منځنۍ اسیا د اوبو نظام نه ګواښي، بلکې د هغه موجودو نیمګړتیاوو ته یې پام اړولی دی. د راپور په وینا، که د سیمې هېوادونه دا پروژه یوازې د ګواښ په سترګه وګوري، یوه پراختیايي پروژه به په سیاسي او جیوپولیټیکې لانجې بدله شي.

 

د ماډرن ډیپلوماسي راپور همداراز یادونه کوي چې اقلیمي بدلون، د اوبو زیات لګښت او د سیمې د نفوسو زیاتوالی لا له وړاندې د اوبو سرچینې تر فشار لاندې راوستې دي. له همدې امله، د قوش‌تېپې کانال اغېزې به یوازې کرنې پورې محدودې نه وي، بلکې د خوړو بیې، د خلکو معیشت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم اغېزمنولی شي.

 

د ماډرن ډیپلوماسي راپور وايی، چې د امو سیند لپاره دې یو نوی سیمه‌ییز چوکاټ رامنځته شي او افغانستان دې هم د اوبو د مدیریت په خبرو کې بشپړ ګډون ولري. د راپور په باور، د اوبو د کچې ګډه څارنه، د معلوماتو تبادله، د اوبو د مصرف په اړه روڼتیا او د اوبو موسمي وېش کولی شي د راتلونکو شخړو مخه ونیسي.

 

ماډرن ډیپلوماسي لیکي چې قوش‌تېپې کانال د منځنۍ اسیا هېوادونه له یوه مهم انتخاب سره مخ کړي دي؛ یا به د اوبو مسله په نوې سیمه‌ییزه سیالۍ بدله شي، او یا به د سیمې هېوادونه داسې ګډ میکانیزمونه جوړ کړي چې د امو سیند اوبه په عادلانه او همغږې بڼه مدیریت کړي.

 

د راپور په وینا، په منځنۍ اسیا کې راتلونکې ستره سیالي ښايي د نفتو او انرژۍ پر سر نه وي، بلکې د اوبو پر سرچینو وي؛ ځکه د میلیونونو خلکو د ژوند، کرنې او اقتصادي ثبات لپاره اوبه د سیمې تر ټولو مهمه ستراتیژیکه سرچینه ګڼل کېږي.