کابل (شال نیوز) : د ترکیې او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي ادعا کوي چې د ترکیې د سرحدي ځواکونو له لوري شکنجه شوي، وهل شوي او د پولې د امنیتي دېوال په جوړولو کې جبري کار ته اړ کړل شوي دي.

 

د راپورونو له مخې، دغو افغان پناه‌غوښتونکو د ترکیې او ایران پر پوله د چالدران په سیمه کې د سختو وهلو ټکولو، لوږې، فزیکي شکنجې او جنسي ځورونې شکایتونه کړي دي.

 

دوی ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو د نیولو او بندي کولو پر مهال ورسره ناوړه چلند کړی او د سختو شرایطو لاندې یې کار کولو ته اړ کړي دي.

 

د دغو پناه‌غوښتونکو په وینا، یوازې په تېرو دوو ورځو کې له ۴۰ ډېر ټپي افغانان له ترکیې بېرته ایران ته شړل شوي چې یو شمېر یې د سختو وهلو او شکنجو له امله پر بدنونو د ټپونو نښې لري.

 

په هغو ویډیوګانو کې چې رسنیو ته استول شوې، شاوخوا ۲۰ نیمه لوڅ افغان ځوانان تر خېمو لاندې لیدل کېږي چې پر بدنونو یې د ټپونو او وهلو نښې ښکاري.

 

یوه افغان پناه‌غوښتونکي ویلي چې درې اوونۍ یې په بند کې تېرې کړې او هر کله چې یې له کار کولو ډډه کړې یا یې د تېښتې هڅه کړې، د سرحدي ځواکونو له لوري وهل شوی دی.

 

د دغو افغانانو ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې ګڼ شمېر افغان کډوال د ناامنۍ، بې‌وزلۍ او د ژوند د سختو شرایطو له امله هڅه کوي د ایران له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

تر اوسه د ترکیې چارواکو د دغو افغان پناه‌غوښتونکو د تازه ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی او د شکنجې او جبري کار دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.