کابل (شال نیوز) : افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د نارینه وو د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړی او له انګلستانه یې مخکې تګ کړی دی. د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۴مه، د خپرې شوې درجه بندۍ له مخې، افغانستان ۹۴ نمرې لري او یو مقام یې پرمختګ کړی دی.

 

انګلستان، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ګټلی وو، د ۹۳ نمرو په لرلو سره اتم مقام ته ښکته شوی دی، په داسې حال کې چې سریلانکا د ۹۵ نمرو په لرلو سره شپږم مقام لري.

 

افغانستان تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې اووم مقام ته رسېدلی وو. په تازه درجه بندۍ کې دا پرمختګ د نړیوال کرکټ په ډګر کې د افغان لوبډلې د پرمختګ بله نښه بلل کېږي.

 

د افغانستان د درجه بندۍ په ښه کېدو کې د زمبابوې او بنګله دېش په ګډون په وروستۍ درې اړخیزه سیالۍ کې د افغان لوبډلې بریاوو مهم رول لوبولی دی.

 

افغانستان د اکتوبر پر ۲۳مه، د جمعې په ورځ، په پایلوبه کې زمبابوې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د سیالۍ اتلولي یې وګټله. د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو افغان توپ اچوونکو د زمبابوې لوبډله تر ۱۶۹ منډو محدوده وساتله.

 

د زمبابوې لپاره سکندر رضا تر ټولو ډېرې ۶۸ منډې جوړې کړې. هغه په ۸۳ توپونو کې درې څلوریزې او درې شپږیزې ووهلې. د افغانستان د توپ اچوونکو په ډله کې راشد خان ښه وځلېد او درې وېکټې یې واخیستې، چې په دې سره یې د زمبابوې د توپوهنې بهیر له ستونزو سره مخ کړ.

 

افغانستان د ۱۷۰ منډو هدف په ۳۴ اعشاریه درې اورونو کې د درېیو وېکټو په تاوان پوره کړ او لوبه یې وګټله. ابراهیم ځدراڼ په ۹۶ توپونو ناسوځېدلې ۷۰ منډې جوړې کړې او د لوبډلې د بریا لپاره یې مهم رول ولوباوه. د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه هم په ۶۳ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې.

 

د راشد خان اغېزمنې توپ اچونې او د ابراهیم ځدراڼ پخې توپوهنې افغانستان ته د اتلولۍ په ګټلو کې مهمه ونډه ورکړه. د دې بریا په پایله کې افغانستان نه یوازې د درې اړخیزې سیالۍ اتلولي وګټله، بلکې په نړیواله درجه بندۍ کې یې هم خپل مقام پیاوړی کړ.

 

بل لور ته، انګلستان د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبې له ماتې وروسته په درجه بندۍ کې اتم مقام ته ښکته شوی دی. انګلستان د ۴۳۰ منډو ستر هدف وټاکه، خو د سریلانکا لوبډلې دغه هدف پوره کړ. د نارینه وو د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په تاریخ کې دا د منډو د هدف د بریالي تعقیب له دویمو سترو پېښو څخه وه.

 

د افغانستان اووم مقام ته رسېدل د دې ښکارندويي کوي چې افغان لوبډله په نړیوال کرکټ کې د پرمختګ په حال کې ده. دا پرمختګ به د ۲۰۲۷ کال د کرکټ نړیوال جام په ګډون، په راتلونکو سترو سیالیو کې د افغانستان لپاره د لا ښې لوبې تمه هم پیاوړې کړي.