راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې سیالۍ په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د شاداب خان د غوره توپوهنې په مټ انګلستان ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې شاداب خان د خپل یو ورځني کرکټ په ژوند کې لومړۍ سلیزه ووهله او پاکستان ته یې په یوه حساس پړاو کې بریا ور په برخه کړه.
پاکستان د انګلستان له خوا ورکړل شوی د ۲۴۲ منډو هدف د نهو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۴۸م اوور کې پوره کړ. پاکستان په دې لوبه کې د ښځو د سینې سرطان په اړه د پوهاوي د خپرولو په موخه په ګلابي رنګ لباس کې میدان ته راکوز شو.
پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د انګلستان لوبډله د شاهین شاه اپرېدي د غوره توپ اچونې پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوه او په لومړیو پنځو اوورونو کې یې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.
شاهین شاه اپرېدي په لومړي اوور کې ټام بېنټن په څلورو منډو وسوځاوه او په درېیم اوور کې یې جو روټ هم د پنځو منډو په جوړولو وسوځاوه. هېري بروک هم په پنځم اوور کې د منډې اخیستو پر مهال رن اوټ شو.
حارث رؤف د انګلستان څلورمه وېکټه واخیسته او په دې توګه د انګلستان لوبډلې د ۵۲ منډو تر جوړولو پورې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو. خو بین ډېکېټ د انګلستان د منډو جوړولو بهیر روان وساته او ۱۰۵ منډې یې جوړې کړې. سام کرن ۴۲ او ګس اېټکنسن ۳۶ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره کپتان شاهین شاه اپرېدي څلور وېکټې واخیستې او په یو ورځني کرکټ کې یې د خپلو ۱۵۰ وېکټو پوره کولو پړاو هم بشپړ کړ. رضاالله او عرفات منهاس دوه، دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې حارث رؤف یوه وېکټه واخیسته. انګلستان په ۴۷م اوور کې د ۲۴۱ منډو تر جوړولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د ۲۴۲ منډو هدف ته د رسېدو لپاره د پاکستان پیل ښه نه و او فخر زمان په ۱۰، صائم ایوب په شپږو او بابر اعظم په ۱۰ منډو وسوځېدل. سعد بېګ ۳۲ او سلمان اغا ۲۶ منډې جوړې کړې، خو حسن نواز یوازې ۱۵ منډې وکړې.
په داسې حال کې چې پاکستان له ماتې سره مخامخ ښکارېده، شاداب خان په اتم نمبر توپوهنې ته راغی او د لوبې بڼه یې بدله کړه. نوموړي په ۹۶ توپونو د ۱۱۳ منډو نه ماتېدونکې سلیزه ووهله، چې پکې پنځه شپږیزې او ۱۳ څلوریزې شاملې وې.
حارث رؤف هم د شاداب خان ترڅنګ په وروستیو شېبو کې مهم رول ولوباوه او دواړو د وروستۍ وېکټې لپاره ۸۹ منډې جوړې کړې. شاداب خان هغه مهال د ۹۷ منډو په انفرادي سکور کې و چې امپایر د پښې مخې ته د توپ لګېدو له امله ایل بي ډبلیو اوټ اعلان کړ، خو د بیاکتنې یا ریویو له کارولو وروسته ناټ اوټ وپېژندل شو.
پاکستان د لوبې په ۴۸م اوور کې د نهو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او په یوه وېکټ یې بریا خپله کړه. حارث رؤف په اوو منډو ناسوځېدلی پاتې شو. د شاداب خان دا سلیزه د پاکستان لپاره په داسې وخت کې راغله چې لوبډلې خپلې مهمې وېکټې له لاسه ورکړې وې او د ماتې خطر ورسره مخامخ و.


شال نیوز