بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ سیمهییزې سرچینې وايي، د یوه واده مراسمو کې د موسیقۍ د غږولو د مخنیوي لپاره د طالبانو د مداخلې له امله وسلهواله نښته رامنځته شوې ده. د دې پېښې په پایله کې د طالبانو یو چارواکی وژل شوی او د دې ډلې د دوو غړو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییزو سرچینو د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، د طالبانو ځواکونه د شنبې په شپه د یادې ولسوالۍ د وندیان کلي د واده مراسمو ته ورغلي وو، څو د موسیقۍ د غږولو او د پټاقیو د چاودولو مخه ونیسي.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د شهربزرګ ولسوالۍ د طالبانو د پولیسو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیر، قاري عبدالهادي، وژل شوی او د طالبانو دوه نور غړي او لږ تر لږه دوه سیمهییز اوسېدونکي سخت ټپیان شوي دي. تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دغه پېښه نه ده تایید کړې.
سرچینې وايي، چې نښته د طالبانو د ځواکونو له مداخلې وروسته رامنځته شوې او لومړی د طالبانو ځواکونو پر سیمهییزو اوسېدونکو ډزې کړې دي. له نښتې وروسته طالبانو لږ تر لږه ۲۵ کسان نیولي او په سیمه کې یې د کورونو پلټنې او د خلکو ځورونې ته دوام ورکړی دی.
دغه پېښه د عتیقالله په نوم د یوه کس د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده. پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د موسیقۍ هر ډول خپرول، غږول او تولید منع کړی دی.


شال نیوز