کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د سیند های کورټ د «ګوسټ سکول» په نوم هغه فلم ته، چې د تعلیم په برخه کې ستونزې په ګوته کوي، د بې له څه کټوتې خپرېدو اجازه ورکړې ده.

 

د فلم ډایرکټرې سیماب ګل په وینا، د سیند سنسر بورډ د فلم د ځینو صحنو د پرې کولو غوښتنه کړې وه، چې له کبله یې هغې عدالت ته درخواست کړی وو. د درې میاشتو قانوني هڅو نه پس عدالت د فلم د خپرېدو اجازه ورکړې ده.

 

د فلم کیسه د رابعې په نوم د لس کلنې جینۍ په شاوخوا کې څرخي، چې په خپل کلي کې د یواځیني سکول د ناڅاپي بندېدو د وجې معلومولو هڅه کوي.

 

په کلي کې دا اوازې وي چې سکول پېریان نیولی دی، خو رابعې د دې اوازو تر شا د حقیقت معلومولو لپاره سفر پیلوي. د فلم له لارې په سیند صوبه کې د بندو سکولونو او د جینکو د تعلیم په لار کې د پرتو خنډونو مسئلې را برسېره کېږي.

 

سیماب ګل د فلم د خپرېدو د اجازې په ترلاسه کېدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې او جیو ډیجیټل ته یې ویلي، چې د هغې تل دا خواهش وو چې د سیند خلک دا کیسه وویني، ځکه چې دا د همدغې ټولنې له ژوند او ستونزو سره تړاو لري.

 

د فلم سینماټوګرافر زمرین وحدت په افغانستان کې زېږېدلې جرمن فلم جوړوونکې ده. هغې په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د جینکو د تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنو دا موضوع د هغې لپاره نوره هم مهمه کړې وه.

 

د زمرین وحدت په وینا، له همدې کبله د «ګوسټ سکول» فلم له کیسې سره شخصي تړاو لري او هغې په دې فلم کې د سینماټوګرافرې په توګه د کار کولو هېڅ معاوضه هم نه ده اخیستې.

 

که څه هم فلم په سیند صوبه کې د خپرېدو په لار کې له قانوني خنډونو سره مخامخ وو، خو د روان کال په برلین نړیوال فلم فېسټېول کې هم نندارې ته وړاندې شوی دی. دغه راز، د جرمني په لږ تر لږه ۱۱ سینماګانو کې هم ښودل شوی دی.

 

د فلم د ډایرکټرې په وینا، «ګوسټ سکول» به د اکتوبر په ۳۰مه په پنجاب او سیند صوبو کې سینماګانو ته وړاندې شي.