پېښور (شال نیوز) : وفاقي کابینې د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره د علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل د ۴۸ غړو منظوري ورکړې ده. د صوبې پخوانی ګورنر شوکت الله خان د کونسل د چیئرمېن او د شمالي وزیرستان قومي مشر ملک خان مرجان د وائس چیئرمېن په توګه ټاکل شوي دي.
دا کونسل په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسي له نافذېدو وروسته د نوي انتظامي نظام په ترڅ کي جوړ شوی. د حکومتي معلوماتو له مخې، د کونسل د غړو د نومولو لپاره په اړوندو ضلعو کي د قومي مشرانو جرګې شوې وې. دغه جرګې د ډپټي کمشنرانو په مرسته جوړې شوې او د مقامي مشرانو په مشوره پکي د کونسل لپاره کسان نومول شوي وو.
د ټاکل شوو کسانو فهرست لومړی د علاقایي ترقياتي سېکرټرېټ اېډیشنل چیف سېکرټري ته سپارل شوی و. له هغه ځایه د خېبر پښتونخوا چیف سېکرټري او بیا ګورنر ته لېږل شوی او وروسته وفاقي حکومت ته وړاندې شوی و چرته چې وفاقي کابینې د دوي د نومونو منظوري ورکړه.
شوکت الله خان د باجوړ ضلعې د ترکاني قبیلې سره تعلق لري. نوموړی له ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۴م کال پورې د خېبر پښتونخوا ګورنر پاتې شوی او تر دې وړاندې یې په وفاقي حکومت کي هم د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د شمالي وزیرستان ملک خان مرجان، چې د وزیر قبیلې سره تعلق لري، د کونسل د وائس چیئرمېن لپاره ټاکل شوی دی.
د ترلاسه شوي فهرست له مخې، د باجوړ څلور نمائندګان شوکت الله خان، شهاب الدین خان، ملک سلطان زیب او حاجي لالي شاه دي. له مومندو ملک فیاض خان، ملک نادر منان او ملک صاحب خان امبر ټاکل شوي دي.
د خېبر پنځه نمائندګان ملک عبدالرزاق، ملک عزت الله، ملک صلاح الدین، ملک ظاهر شاه او شیرین خان دي.
له کرمې منیر حسین بنګش، ملک عبدالولي خان، ملک زمین حسین، سید ولي سید میا او احسان الله احسان نومول شوي دي.
د اورکزو نمائندګان لال مان شاه، سید فخر عباس او فیض الله دي. له شمالي وزیرستانه ملک خان مرجان، ملک نصرالله، ملک حاجي شیر محمد، مفتي مصباح الله خان او ملک حبیب خان ټاکل شوي دي. د بر جنوبي وزیرستان څلور نمائندګان صالح شاه، ملک عرفان الدین احمد برکي، ملک محمد رومان محسود او ملک رمتال خان دي.
له کوز جنوبي وزیرستانه ملک علاءالدین وزیر، ملک جمیل توجي خېل، ملک معین الدین وزیر او ملک سردار عباس ټاکل شوي دي. د بنو نمائندګان باز محمد خان، مولانا عبدالغفار قریشي، ملک شیرین او ملک احسان خان دي. له ډېره اسماعیل خانه عبدالحلیم، سردار آغاز خان، سردار عباد خان او قیصر خان اېډوکېټ ټاکل شوي دي.
د ټانک درې نمائندګان نوابزاده عبدالوهاب، عبدالله ننګیال او عرفان الله کنډي دي. له لکي مروته مولانا عمر اشرفي، ملک ادریس خان، نجیب الله خان او رحمت الله مشهور په متي ټاکل شوي دي.
د حکومتي معلوماتو له مخې، د کونسل د جوړولو مقصد د مقامي خلکو مسئلې اړوندو چارواکو ته رسول، د ترقياتي منصوبو لپاره وړاندیزونه کول او د انتظامیې او خلکو ترمنځ رابطې زیاتول دي. دا کونسل په هغو ضلعو کي جوړ شوی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنۍ، وسله والو بریدونو، پوځي عملیاتو او د بنيادي سهولتونو له کمي سره مخ دي.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د کونسل ټاکل شوي غړي به د ترقياتي فنډونو، انتظامي پرېکړو او د مقامي خلکو د مسئلو په حل کي څومره عملي اختیار ولري.


شال نیوز