پېښور (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د خېبر پښتونخوا د ایمرجنسۍ پر نافذولو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا د صوبې د کانونو او معدني زېرمو قانون د همدې مقصد لپاره نه و نافذ شوی؟
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې که څه هم د پاکستان تحریک انصاف ملاتړی نه دی، خو د دغه ګوند د مخالفت لپاره د پښتنو د جمهوري حقونو تر پښو لاندې کول نه شي منلی.
ایمل ولي خان ویلي: «زه هېڅکله د تحریک انصاف ملاتړی نه یم پاتې شوی، خو دا معنا نه لري چې د تحریک انصاف د مخالفت لپاره خپل ملت تیارو ته ورټېل وهم.»
د هغه په وینا، تر ټولو کمزوری جمهوري نظام هم تر غوره دیکتاتورۍ ښه دی. د عوامي نېشنل ګوند مشر تور پورې کړی چې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر د ایمرجنسۍ نافذولو ته زمینه برابره کړې او وفاقي حکومت ته یې پلمه په لاس ورکړې ده.
نوموړي دا حالات د یوې ګډې دسیسې برخه بللې، خو د خپلې دې خبرې د ثابتولو لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي. ایمل ولي خان د هغو ۱۲ ضلعو معدني زېرمو ته هم اشاره کړې چې د ایمرجنسۍ لاندې ورته د ځانګړي انتظام اعلان شوی دی.
هغه پوښتنه کړې چې ایا د کانونو او معدني زېرمو قانون د همدې مقصد لپاره په دغه ډول نه و نافذ شوی؟ د عوامي نېشنل ګوند مشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ د نافذولو دلیل د امنیتي حالاتو خرابوالی او د وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو اړتیا بولي.
تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي چې د ایمرجنسۍ نافذول دې د معدني زېرمو له ترلاسه کولو سره وتړي. د ایمل ولي خان د دغو تورونو په اړه د وفاقي او صوبايي چارواکو غبرګون هم نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز