اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ په ۷۱ هېوادونو کي ۲۱ زره ۶۴۷ پاکستانیان بندیان دي چې له دې ډلې د څه باندې ۱۳ زرو کسانو مقدمې لا په عدالتونو کي روانې دي.
وزارت د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړو معلوماتو کي ویلي چې ۸ زره ۵۶۹ بندیانو ته سزاګانې اورول شوې دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو زیات پاکستانیان د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په زندانونو کي دي.
په سعودي عربستان کي د پاکستاني بندیانو شمېر ۱۰ زره ۷۴۵ او په متحده عربي اماراتو کي ۵ زره ۲۹۷ ښودل شوی دی. په هند کي ۷۳۸، چین کي ۶۲۵، قطر کي ۵۹۹، عمان کي ۵۷۸، یونان کي ۵۱۶ او مالیزیا کي ۴۴۴ پاکستانیان بندیان دي.
دغه راز په اټالیا کي ۳۵۳، بحرین کي ۲۱۸، ترکیه کي ۱۹۰، ایران کي ۱۶۹، امریکا کي ۱۴۱ او افغانستان کي ۹۱ پاکستانیان په زندانونو کي ساتل کېږي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان د نشه يي موادو، پیسو او انسانانو د قاچاق، د جعلي اسنادو د جوړولو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
خو وزارت دا نه دي ویلي چې په کوم هېواد کي څومره پاکستانیان په کومو جرمونو محکوم شوي او د څومره کسانو مقدمې لا روانې دي.
د بندیانو د حقونو لپاره کارکوونکې پاکستانۍ اداره جسټس پروجېکټ پاکستان وايي، په بهرنیو هېوادونو کي یو شمېر پاکستانیان د وکیلانو، ژباړونکو او سفارتي مرستو په ترلاسه کولو کي له ستونزو سره مخ دي.
دغه اداره له حکومته غواړي چې په بهرنیو زندانونو کي د خپلو وګړو د قانوني حقونو د خوندي کولو لپاره نور ګامونه واخلي.


شال نیوز