شبوه (شال نیوز) : د یمن په جنوبي شبوه ولایت کي د حوثیانو له خوا د حکومتي امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز د درېیو بالېسټیک میزایلو په برید کي لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.
رویټرز او اسوشیټېډ پرېس د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، د شبوه د مقامي چارواکو له قوله ویلي چې برید د الجردان ولسوالۍ په العلم پوځي مرکز شوی، چېرته چې نوي ګومارل شوي امنیتي کسان په روزنه بوخت وو.
د یمن د حکومتي ځواکونو ویاند ډګروال ماجد النزیلي ویلي چې حوثیانو پر دغه مرکز درې بالېسټیک میزایل توغولي دي. د شبوه چارواکو ویلي چې د ځینو ژوبلو حالت نازک دی او د وژل شوو شمېر زیاتېدلی شي.
حوثیانو د برید مسوولیت منلی، خو ویلي یې دي چې په دغه مرکز کي یې د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې ځواکونه په نښه کړي دي. د یمن د ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي برید غندلی او د سخت ځواب ورکولو ژمنه یې کړې ده.
دا برید په داسې وخت کي شوی چې په یمن کي د حوثیانو او د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی. د ۲۰۲۲ کال له اوربند وروسته په وروستیو میاشتو کي جګړې بیا زیاتې شوې دي.


شال نیوز