پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي اړوندو چارواکو ته ویلي چې د صوبې په صنعتي سیمو کي دې د ځمکو، مالي شخړو، امنیت او قانوني ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره ګامونه واخلي.
د ټي اېن اېن د اکتوبر ۱۹مې د راپور له مخې، ګورنر دا لارښوونې د خېبر پښتونخوا د اقتصادي سیمو د پرمختګ ادارې له چارواکو سره په یوه غونډه کي کړې دي. د ادارې چارواکو ګورنر ته ویلي چې دا مهال په صوبه کي ۱۵ صنعتي سیمې فعالې دي او د اوو نورو د جوړولو پلان هم شته.
د چارواکو په وینا، په دغو صنعتي سیمو کي شاوخوا یو لک او اووه زره کسانو ته د کار موقعې برابرې شوې دي. خو دا نه ده څرګنده چې دغه شمېر د اوسنیو کارکوونکو دی او که له پیل راهیسې د رامنځته شوو روزګارونو.
په غونډه کي د مومندو په یکه غونډ کي د ماربل سټي او د مردان په کټلنګ کي د صنعتي سیمې پر منصوبو هم خبرې شوې دي. ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې پانګوالو ته دې په سرکاري دفترونو کي اسانتیاوې برابرې شي او د صنعتي سیمو د امنیت او نورو ستونزو د حل لپاره دې اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.
د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو صنعتي سیمو کي د ځمکو، بجلي، ګیس، سرکونو او امنیت په څېر مسئلې د صنعتکارانو او پانګوالو لپاره مهمې دي.
خو د غونډې په اړه په خپرو شوو معلوماتو کي دا نه دي ویل شوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره کومه نېټه ټاکل شوې او د اوو نویو صنعتي سیمو پر جوړولو به څومره پیسې لګېږي. د ادارې له خوا د روزګار ورکړل شوې شمېرې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز