فیصل اباد (شال نیوز) : د پنجاب په فیصل اباد ښار کې پولیسو د صنعتکار ریحان اشرف د وژنې په مقدمه کې شپږ کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.
د پولیسو په وینا، په نیول شوو کسانو کې درې د ریحان اشرف د فابریکې ملازمین او درې د هغه کلب د موټرو د پارکینګ کارکوونکي دي، چې د نوموړي ګاډی ترې وړل شوی و.
د پولیسو د مقدمې له مخې، ریحان اشرف د خالي په شپه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د ډوډۍ خوړلو لپاره یوه کلب ته تللی و او د خپل ګاډي کیلي یې د پارکینګ کارکوونکو ته سپارلې وه.
څه وخت وروسته یې پر موبایل د ګاډي د چالانېدو او بندېدو خبرتیا ترلاسه کړه. نوموړی چې بهر راووت، ګاډی یې نه و. ریحان اشرف له خپلو دوو وروڼو او یوه ملګري سره په بل ګاډي کې د غلا شوي ګاډي په لټه پسې روان شو.
د مقدمې له مخې، هغوی له څلورو تر پنځو کیلومیټرو وروسته پر جړانواله سړک په ټرافیک کې خپل ګاډی ولید. ریحان اشرف چې ګاډي ته ورنږدې شو، دوه وسله وال ترې راکوز شول او ډزې یې وکړې. د پولیسو په وینا، یوه مرمۍ د ریحان اشرف پر غاړه ولګېده چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د پارکینګ یوه نیول شوي کارکوونکي پولیسو ته ویلي چې د ګاډي د پارک کولو پر مهال یو وسله وال کس د ګاډي پر شا سیټ کښېناست او په زور یې ترې د ګاډي د وړلو غوښتنه وکړه. پولیس د دې بیان پلټنه کوي.
د فیصل اباد د پولیسو مشر تنویر حسین جیو نیوز ته ویلي چې د پېښې د پلټنو لپاره یې ۱۲ ګډې ډلې جوړې کړې دي. د نوموړي په وینا، د کرایم کنټرول ډیپارټمنټ او ضلعي پولیسو ګډې ډلې د سي سي ټي وي کیمرو، د ګاډو د ټرېکرونو او جیو فېنسنګ په مرسته پلټنې کوي.
پولیس وايي، دا هم څېړي چې پېښه یوازې د ګاډي د غلا پر مهال شوې او که د وژنې تر شا نور علتونه هم شته. د ریحان اشرف جنازه او خاورو ته سپارل ترسره شوي دي. پولیسو د نامعلومو وسله والو پر ضد د غلا او وژنې مقدمه درج کړې ده.
تر اوسه د وژنې اصلي تورن کسان نه دي نیول شوي او د نیول شوو شپږو کسانو د لاس لرلو په اړه هم وروستۍ نتیجه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز