مارسیل (شال نیوز) : د فرانس مشهور فوټبال کلب اولمپیک مارسیل ویلي چې د دغه هېواد د وروستیو مظاهرو او ناکراریو پر مهال یې رسمي دوکان لوټ شوی او د مالي زیانونو له امله تړل شوی دی.
کلب د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۹مه، په یوه اعلامیه کي ویلي چې د مارسیل ښار په کانبیر سیمه کي یې پر دوکان برید شوی، سامانونه ترې وړل شوي او ودانۍ ته یې د پام وړ زیان رسېدلی دی.
د کلب انتظامیې دغه پېښه غندلې او له پوما کمپنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. پوما د مارسیل د فوټبال کلب رسمي دوکان چلوي. کلب ویلي چې زیانمن شوی دوکان به تر بلې خبرتیا تړلی وي، خو په ښار کي یې نور رسمي دوکانونه پرانیستي دي.
دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د فرانس په بېلابېلو ښارونو کي د ژوند د لوړو لګښتونو، اقتصادي ستونزو او د ولسي خدمتونو د خراب وضعیت پر ضد مظاهرې روانې دي.
د شنبې او یکشنبې په ورځو د مظاهرو پر مهال په ځینو ښارونو کي تاوتریخوالی شوی، دوکانونه لوټ شوي او زرګونه کسان نیول شوي دي. د مارسیل انتظامیې د امنیتي اندېښنو له امله د دوشنبې له غرمې تر ماښام اتو بجو پورې پر غونډو او مظاهرو بندیز لګولی دی.
د فرانس د نورو لویو ښارونو په ګډون د مارسیل ښاروال هم د ناکراریو پر مهال د امنیتي انتظاماتو په اړه له حکومت څخه وضاحت غوښتی دی.


شال نیوز