پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د فرنټیر کور نارتھ مشر مېجر جنرل راو عمران سرتاج د اې آر ډي کونسل له غړو او قبایلي مشرانو سره په پېښور کې جرګه کړې ده.
د فرنټیر کور د معلوماتو له مخې، دا جرګه په بالاحصار قلعه کې شوې چې پکې د خېبر، مومندو او باجوړ ډپټي کمشنرانو، د کونسل غړو، ملکانو او نورو قبایلي مشرانو ګډون کړی و.

په جرګه کې د نوي انتظامي جوړښت، د کونسل د غړو د ذمه واریو، امنيت او پرمختيايي کارونو په اړه خبرې شوې دي. مېجر جنرل راو عمران سرتاج ویلي چې د اې آر ډي کونسل غړي به په نوي انتظامي جوړښت کې مهم رول لري او باید د سیمې د امنيت او پرمختګ لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.
د فرنټیر کور په وینا، د جرګې ګډونوالو د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د سیمې د ستونزو د هواري لپاره به په ګډه کار کوي. دا جرګه په داسې وخت کې شوې چې د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره د نوي انتظامي جوړښت پر سر سیاسي اختلافونه روان دي.

حکومت وايي، د اې آر ډي کونسل د جوړېدو مقصد د امنيت ټینګول او پرمختيايي کارونه چټکول دي، خو مخالف سیاسي ګوندونه د دې جوړښت پر قانوني حیثیت او د ولسي استازیتوب پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کوي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په دې جرګه کې د کونسل د واکونو، بودیجې او عملي کارونو په اړه کومې پرېکړې شوې دي.


شال نیوز