اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان سېنېټ د پارلېمان پخوانیو غړو ته د ټول عمر لپاره د بلو پاسپورټ د ورکولو بل په متفقه توګه منظور کړی دی. د دې بل له مخې، هغه کسان به هم د ځانګړي سرکاري پاسپورټ د ساتلو او استعمالولو حق ولري چې د قامي اسمبلۍ یا سېنېټ غړي پاتې شوي، خو خپله قانوني دوره یې نه وي بشپړه کړې.

 

دا بل د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، سېنېټر عبدالقادر وړاندې کړ. په بل کي ویل شوي چې هر هغه کس چې د قامي اسمبلۍ یا سېنېټ د غړي په توګه یې سوګند پورته کړی وي، د خپلې پارلېماني دورې له ختمېدو وروسته هم د بلو پاسپورټ مستحق دی.

 

په وړاندې شوي بل کي د پارلېمان د غړو اولادونو ته هم د بلو پاسپورټ د ورکولو وړاندیز شوی، خو دا لا نه ده څرګنده چې دغه برخه د سېنېټ له خوا د منظور شوي بل په وروستي متن کي شامله ده او که نه. د سېنېټ له خوا د بل منظورېدل په خپله د قانون د نافذېدو معنا نه لري. د قانون جوړېدو لپاره د قامي اسمبلۍ منظوري او نور قانوني پړاوونه هم ضروري دي.

 

بلو پاسپورټ څه شی دی او کومې ګټې لري؟

 

پاکستان خپلو عامو وګړو ته شین پاسپورټ ورکوي، خو بلو پاسپورټ د هغو حکومتي چارواکو او نورو کسانو لپاره دی چې د قانون له مخې د رسمي پاسپورټ د ترلاسه کولو حق لري. دا پاسپورټ له سور سفارتي پاسپورټ سره توپیر لري او لرونکي ته یې په خپله سفارتي مصونیت نه ورکول کېږي.

 

د بلو پاسپورټ یوه مهمه ګټه دا ده چې پاکستان له ځینو هېوادونو سره د رسمي پاسپورټونو د لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړونونه لري. د دغو تړونونو له مخې، مستحق کسان د ټاکلو شرطونو په پوره کولو سره ځینو هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولی شي.

 

په دغو هېوادونو کي ترکیه، روسیه، اتریش، ارجنټاین، جنوبي کوریا، ملایزیا، اذربایجان او سربیا شامل دي. په ځینو هېوادونو کي تر ۳۰ ورځو او په نورو کي تر ۹۰ ورځو پورې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي. خو دا اسانتیاوې د هر هېواد له قوانینو او له پاکستان سره د هغه هېواد له تړونونو سره تړلې دي. په ځینو مواردو کي د ویزې معافیت یوازې د رسمي سفرونو لپاره وي.

 

بلو پاسپورټ لرونکی یوازې د دې پاسپورټ په لرلو امریکا، برتانیې یا کاناډا ته بې له ویزې سفر نه شي کولی.

له څوکۍ تر پرېښودو وروسته هم ځانګړی پاسپورټ د نوي بل تر ټولو مهم اړخ دا دی چې د پارلېمان غړي به له خپلې څوکۍ تر پرېښودو وروسته هم د بلو پاسپورټ د ساتلو حق ولري.

 

د بېلګې په توګه، که یو کس د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شي، سوګند پورته کړي، خو د استعفا، سیاسي بدلون یا د اسمبلۍ د ړنګېدو له امله خپله دوره بشپړه نه کړي، د وړاندیز شوي قانون له مخې به بیا هم د ټول عمر لپاره د بلو پاسپورټ مستحق وي.

 

په دې توګه به هغه اسانتیا چې له یوې سرکاري څوکۍ سره تړلې ده، د پخوانیو پارلېماني غړو لپاره په دایمي حق بدله شي. خو د بلو پاسپورټ د ساتلو حق او په بهرنیو هېوادونو کي د ویزې معافیت دوه بېلې مسئلې دي. دا به د اړوندو هېوادونو له قوانینو او تړونونو سره تړلې وي چې د پاکستان پخواني پارلېماني غړي ته د شخصي سفر پر مهال هم د رسمي پاسپورټ اسانتیاوې ورکوي او که نه.

 

حکومت وړاندې د پارلېماني غړو اولادونو ته د بلو پاسپورټ له ورکولو سره مخالفت کړی و

 

د بلو پاسپورټ د اسانتیاوو د پراخولو مسئله له دې وړاندې هم په سېنېټ کي تر بحث لاندې راغلې وه. د روان کال په مې میاشت کي د سېنېټ یوې کمېټۍ هغه وړاندیز څېړلی و چې له مخې به یې د پارلېمان د پخوانیو غړو مېرمنو او متکي اولادونو ته هم بلو پاسپورټونه ورکول کېدل. خو د کورنیو چارو او پارلېماني چارو وزارتونو د دغه وړاندیز مخالفت کړی و.

 

د کمېټۍ په غونډه کي سېنېټر پروېز رشید د خلکو لپاره د بېلابېلو رنګونو پاسپورټونه د تبعیض یوه بڼه بللې وه. هغه ویلي وو چې پاسپورټونه باید یو شان وي او د چارواکو رسمي حیثیت دې د پاسپورټ پر متن څرګند شي.

 

د کورنیو چارو وزارت له خوا په پخوانیو بحثونو کي دا دریځ هم څرګند شوی و چې د پارلېمان پخوانیو غړو ته د ټول عمر لپاره د بلو پاسپورټ په ورکولو اعتراض نه لري، خو د هغوی اولادونو ته د دې اسانتیا د غځولو په اړه یې د ناسم استعمال اندېښنې لرلې.

 

پاکستان له څو هېوادونو سره د ویزې معافیت تړونونه لري؟

 

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په اګست کي قامي اسمبلۍ ته ویلي وو چې له ۵۰ هېوادونو سره یې د سفارتي او رسمي پاسپورټونو د لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړونونه لاسلیک کړي دي. خو دا ټول تړونونه یو شان نه دي. ځینې یوازې د سفارتي پاسپورټونو لپاره دي او ځینې رسمي پاسپورټونه هم رانغاړي.

 

د روان کال په سېپټمبر کي پاکستان او سعودي عربستان هم د سفارتي، رسمي او ځانګړو پاسپورټونو د لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړون لاسلیک کړ. د دغه ډول تړونونو له مخې د سفر اسانتیاوې د اړوندو هېوادونو له شرطونو او د تړونونو له عملي کېدو سره تړلې وي.

 

ایا د پارلېمان غړیتوب باید د ټول عمر لپاره ځانګړې اسانتیاوې ولري؟

 

د بلو پاسپورټ د اسانتیاوو د پراخولو بحث یوازې د بهرنیو سفرونو مسئله نه ده. دا پوښتنه هم ورسره تړلې ده چې ایا د ولس په رایو ټاکل شوي استازي باید له خپلې پارلېماني دورې وروسته هم له هغو امتیازاتو برخمن وي چې د سرکاري دندو لپاره ځانګړي شوي دي؟

سېنېټر عبدالقادر د بل د وړاندې کولو پر مهال د پارلېمان د غړو او لوړپوړو سرکاري چارواکو ترمنځ د یو شان چلند غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، که د لوړپوړو سرکاري چارواکو اولادونه د بلو پاسپورټ د ترلاسه کولو حق لري، نو د پارلېمان غړو ته هم باید ورته اسانتیاوې ورکړل شي.

 

خو د سېنېټ په پخوانیو کمېټیو کي د تبعیض او د پاسپورټونو د ناسم استعمال په اړه څرګندې شوې اندېښنې ښيي چې پر دې مسئله د پارلېمان دننه هم اختلافات موجود وو. اوس چې سېنېټ دا بل منظور کړی، د قانون جوړېدو بل مهم پړاو به په قامي اسمبلۍ کي وي.