کابل (شال نیوز) : د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ یې تر لس لکو زیاتو افغانانو ته د رواني روغتیا خدمتونه برابر کړي دي.

 

په افغانستان کي د دغه سازمان استازي ډاکټر مانوېل دي لارا د رواني روغتیا په اړه یوې غونډې ته ویلي چې څو لسیزې جګړې، بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو د افغانانو پر رواني روغتیا ناوړه اغېزې کړې دي.

 

نوموړي ویلي، سازمان یې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارکوونکي روزلي، په یو شمېر ولایتي روغتونونو کي یې د رواني ناروغیو د درملنې څانګې جوړې کړې او په کابل کي یې د رواني ناروغیو له ملي روغتون سره مرسته کړې ده.

 

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني هم ویلي چې حکومت د رواني ناروغانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراخولو هڅې کوي.

 

په افغانستان کي اوږدو جګړو، بې‌ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو د خلکو پر رواني روغتیا اغېز کړی دی. په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کي خلک د رواني ناروغیو د درملنې لپاره کافي اسانتیاوې نه لري.

 

د روغتیا نړیوال سازمان نه دي ویلي چې تر لس لکو زیاتو کسانو ته یې دغه خدمتونه په څومره موده کي ورکړي او په هغوی کي څومره ښځې او ماشومان شامل دي.

 

دا هم نه ده څرګنده چې دغه کسان ټول د رواني ناروغیو تر درملنې لاندې نیول شوي او که ځینو ته یې یوازې روغتیايي مشورې ورکړل شوې دي.