پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په قبایلي او ځینو نورو ضلعو کي د علاقايي ترقیاتي کونسلونو د جوړولو لپاره له قومي مشرانو، دیني عالمانو او مقامي استازو سره جرګې او مشورې روانې دي.

 

د سرکاري معلوماتو له مخې، د اکتوبر پر ۱۵مه په باجوړ، کرمه، خېبر، بر دیر او کوز دیر کي د دغو کونسلونو د جوړولو په اړه غونډې شوې دي. په غونډو کي د مقامي خلکو د نمائندګۍ، امنیت، ترقیاتي ضرورتونو او د کونسلونو لپاره د غړو د انتخاب په اړه خبرې شوې دي.

 

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې انتظامي پروګرام کي باجوړ، مومند، خېبر، کرمه، اورکزي، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان، کوز جنوبي وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان شامل دي. چارواکي وايي، د کونسلونو مقصد دا دی چې د سیمو ستونزې اړوندو سرکاري ادارو ته ورسوي او د ترقیاتي کارونو په اړه سپارښتنې وکړي.

 

خو دا لا نه ده څرګنده چې د کونسلونو غړي به د خلکو په خوښه انتخابېږي، که به یې سرکاري انتظامیه ټاکي. دا هم نه ده معلومه چې ښځې، ځوانان او منتخب مقامي استازي به په دغو کونسلونو کي څومره نمائندګي لري.

 

وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري
وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري
خېبر پښتونخوا: د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا غړو ته د وزارتونو ذمه وارۍ وسپارل شوې
خېبر پښتونخوا: د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا غړو ته د وزارتونو ذمه وارۍ وسپارل شوې

 

د قبایلي ضلعو له خېبر پښتونخوا سره د انضمام وروسته په دغو سیمو کي د انتظامي اختیاراتو، ترقیاتي فنډونو او د خلکو د نمائندګۍ په اړه بحثونه روان دي. د نویو کونسلونو قانوني حیثیت، د هغوی د غړو د انتخاب طریقه او له منتخب مقامي حکومتونو سره یې اړیکې هغه پوښتنې دي چې لا رسمي وضاحت غواړي.

 

د راپورونو له مخې، له هرې ضلعې به دوه قومي مشران یا ملکان د جرګو او مشورو له لارې انتخابېږي او په دې توګه به ۲۴ کسیزه کونسل جوړېږي. د دې کونسل دفتر په پېښور کي ټاکل شوی او د وفاقي حکومت تر څارنې لاندې به د ترقیاتي کارونو او ولسي ستونزو په اړه سپارښتنې کوي.

 

د پاکستان سرکاري راډیو د اکتوبر پر ۱۶مه د جرګو د دوام خبر ورکړی دی، خو د ټولو ۲۴ غړو نومونه او د انتخاب بشپړ تفصیل یې نه دی خپور کړی. دا هم نه ده روښانه چې په بر دیر او کوز دیر کي شوې غونډې د همدې ۱۲ ضلعو د کونسل برخه دي، که د مشورو جلا لړۍ ده.