پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا حکومت د ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا د غړو د ذمه واریو په اړه نوټیفیکېشن جاري کړی چې له مخې یې د صوبې د کورنیو چارو، خزانې، تعلیم، صحت او نورو مهمو محکمو چارې د شورا غړو ته سپارل شوې دي. د اکتوبر په ۱۵مه جاري شوي نوټیفیکېشن له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د آئین د ۲۳۲مې مادې لاندې شوې او سمدستي نافذه شوې ده.
د نوټیفیکېشن له مخې، کفایت الله ته د کورنیو او قبایلي چارو، طارق محمود پاشا ته د خزانې، ریوینیو او ټیکسونو، عامر جاوېد ته د قانون او پارلماني چارو او ډاکټر سید امیر عبدالله ته د تعلیم ذمه وارۍ سپارل شوې دي.
د پاکستان د پوځ پخوانۍ لیفټیننټ جنرل نګار جوهر ته د صحت، ډاکټر سرفراز علي ته د کانونو او معدنیاتو او ډاکټر محمد ارشاد ته د صنعت او تجارت محکمو چارې ورکړل شوې دي.
همدارنګه آصف رفیق ته د تعمیراتو، مقامي حکومت، کورونو او ټرانسپورټ، مولانا طیب قریشي ته د اوقافو او مذهبي چارو، عثمان سیف الله خان ته د بجلۍ او ترقياتي منصوبو او ثمر هارون بلور ته د اطلاعاتو او عامه اړیکو ذمه وارۍ سپارل شوې دي.
دا مشاورتي شورا په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج له نافذېدو وروسته جوړه شوې ده. د پاکستان صدر آصف علي زرداري د اکتوبر په ۱۱مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشوره په صوبه کي ایمرجنسي او ګورنر راج منظور کړی و.
له دې پرېکړې وروسته د تحریک انصاف صوبايي حکومت ختم او د صوبې انتظامي واکونه ګورنر فیصل کریم کنډي ته سپارل شوي دي. وفاقي حکومت د دې پرېکړې سبب په خېبر پښتونخوا کي خراب امنیتي حالات او د وسله والو د حملو زیاتوالی ښودلی، خو تحریک انصاف دا اقدام د ولس د منتخب حکومت پر ضد بللی او مخالفت یې کړی دی.
ګورنر فیصل کریم کنډي د مشاورتي شورا په لومړۍ غونډه کي ویلي چې په صوبه کي د امن بحالول، د خلکو ستونزې هوارول او د حکومتي ادارو کار ښه کول به یې لومړیتوبونه وي. د شورا د اطلاعاتو مشاورې ثمر هارون بلور ویلي چې حکومت تمه لري په راتلونکو ۹۰ ورځو کي به د صوبې په امنیتي حالاتو کي څرګند ښه والی راشي.


شال نیوز