پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ۱۲ قبایلي او ورڅېرمه ضلعو د علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل وائس چیئرمېن ملک خان مرجان ویلي چې په خپلو سیمو کي د امن راوستو لپاره په غرونو کي له ناستو خلکو او د واک له خاوندانو سره په رابطه کي دي.

 

ملک خان مرجان دا خبرې د ټرائبل جرنلسټس کونسل (ټي جي سي) صدر صفدر داوړ ته د ټیلیفون پر مهال کړې دي. هغه صفدر داوړ ته د نوي صحافتي تنظیم د جوړېدو او د صدر ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

 

د ټرائبل جرنلسټس کونسل مرکزي پریس سېکرټري انورالله خان په یوه بیان کي ویلي چې ملک خان مرجان له صفدر داوړ سره د خبرو پر مهال په قبایلي ضلعو کي د امن، له افغانستان سره د اړیکو او د سرحدي تجارت د بحالۍ په اړه خبرې کړې دي.

 

د بیان له مخې، ملک خان مرجان ویلي:

 

«موږ په غرونو کي له ناستو خلکو او د واک له خاوندانو سره د خپلو سیمو د امن لپاره په رابطه کي یو.»

 

خو نوموړي دا نه دي ویلي چې په غرونو کي له کومو خلکو سره رابطې لري، له چا سره یې خبرې کړې دي او دغه خبرې تر کومه ځایه رسېدلې دي.

 

ملک خان مرجان ویلي چې د دوی مقصد لومړی په خپلو کوڅو، کلیو او سیمو کي امن راوستل دي او له هغه وروسته غواړي چې دغه امن ګاونډیو سیمو، افغانستان او ټولې نړۍ ته وغځېږي.

 

د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی
د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی

 

هغه ویلي چې د امن دغه سفر د ټولو خلکو او اړوندو ادارو مرستې ته اړتیا لري او له هر چا غواړي چې په دې هڅو کي ورسره مرسته وکړي. د هغه په وینا، د قبایلي ضلعو خلکو د څو لسیزو راهیسې جګړې، ناامنۍ، بې‌کورۍ او اقتصادي ستونزې زغملې دي او اوس د امن، روزګار او پرمختګ حق لري.

 

له افغانستان سره تجارت لومړۍ ترجیح

 

ملک خان مرجان ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي لارو پرانیستل او د تجارت بحالول یې په لومړیو ترجیحاتو کي دي. هغه ویلي چې د سرحدي لارو بندېدو د قبایلي ضلعو سوداګر، ټرانسپورټران، مزدوران او عام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

 

د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د تجارت بحالي به نه یوازې د دواړو غاړو خلکو ته د روزګار موقعې برابرې کړي، بلکې د امن او ښه ګاونډیتوب په پیاوړتیا کي به هم مرسته وکړي.

 

وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري
وفاقي حکومت: ایمرجنسي په ټوله خېبر پښتونخوا کې نافذه ده، ۱۲ ضلعې به جلا انتظامي نظام لري

 

خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي لارو د پرانیستلو پرېکړه د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواکو په واک کي ده. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ترقياتي کونسل به د دغو لارو د پرانیستلو لپاره کوم عملي ګامونه اخلي.

 

له خبریالانو د حساب غوښتنه

 

ملک خان مرجان د ټرائبل جرنلسټس کونسل د جوړېدو هرکلی کړی او د دغه تنظیم له مشرانو او غړو یې غوښتي چې د امن او پرمختګ په هڅو کي ورسره مرسته وکړي. هغه له خبریالانو دا هم غوښتي چې د ترقياتي کونسل د کارونو څارنه وکړي، پوښتنې ترې وکړي او د خلکو په وړاندې یې جوابده وساتي.

 

د هغه په وینا، خبریالانو په سختو حالاتو کي د قبایلي ضلعو د خلکو ستونزې نړۍ ته رسولې دي او اوس هم کولی شي د خلکو او ادارو ترمنځ د رابطې مهم رول ولوبوي.

 

خېبر پښتونخوا: په ۱۲ ضلعو کې د علاقايي کونسلونو د جوړولو هڅې، د غړو د انتخاب په طریقه پوښتنې
خېبر پښتونخوا: په ۱۲ ضلعو کې د علاقايي کونسلونو د جوړولو هڅې، د غړو د انتخاب په طریقه پوښتنې

 

د ټرائبل جرنلسټس کونسل مرکزي پریس سېکرټري انورالله خان په بیان کي ویلي چې دغه تنظیم به د خبریالانو د حقونو، د صحافت د آزادۍ او د قبایلي ضلعو د خلکو د ستونزو د راپورته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

د ۱۲ ضلعو ۴۸ کسیز کونسل

 

د علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل په اعلان شوي فهرست کي د ۱۲ ضلعو ۴۸ غړي شامل دي. په دغو ضلعو کي باجوړ، مومند، خېبر، کرمه، اورکزي، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان، کوز جنوبي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت شامل دي.

 

د خېبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شوکت الله خان د کونسل چیئرمېن او ویاند او د شمالي وزیرستان قومي مشر ملک خان مرجان یې وائس چیئرمېن ټاکل شوی دی.

 

خېبر پښتونخوا : د ترقياتي کونسل دوو نومول شوو غړو له شاملېدو انکار کړی
خېبر پښتونخوا : د ترقياتي کونسل دوو نومول شوو غړو له شاملېدو انکار کړی

 

د دغه کونسل له اعلان وروسته ځینو نومول شویو کسانو پکی له ګډون څخه انکار هم کړی دی. په هغوی کي د عوامي نېشنل پارټۍ پخوانی سېنېټر حاجي باز محمد خان هم شامل دی.

 

ملک خان مرجان ویلي چې غواړي د قبایلي ضلعو د خلکو باور ترلاسه کړي او د امن، تجارت او پرمختګ لپاره د ټولو اړوندو خواوو په مرسته کار وکړي. خو دا لا نه ده څرګنده چې په غرونو کي له ناستو خلکو او د واک له خاوندانو سره د هغه رابطې به کله او څنګه عملي نتیجې ورکړي.