پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره په اعلان شوي ۴۸ کسیز علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل کي د بنو پخواني سېنېټر حاجي باز محمد خان اېډوکېټ او د باجوړ پخواني قومي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان له غړیتوبه د انکار خبر ورکړی دی.

 

د عوامي نېشنل ګوند مشر حاجي باز محمد خان په خپل بیان کي ویلي چې تر دې وړاندې یې د ګورنر لپاره په جوړې شوې ۱۱ کسیزې مشاورتي شورا کي هم له شاملېدو انکار کړی و، خو د هغه نوم یو ځل بیا په نوي ترقياتي کونسل کي شامل شوی دی.

 

نوموړي پوښتنه کړې چې کله یې خپل دریځ څرګند کړی او د عوامي نېشنل ګوند تګلاره هم روښانه ده، نو د هغه نوم ولې بیا شامل شوی دی؟ هغه ویلي چې عوامي نېشنل ګوند د خپل سیاسي تاریخ په اوږدو کي د غیر آئیني او غیر قانوني اقداماتو پر ضد مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي.

 

بلخوا، د باجوړ پخواني قومي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان هم د نوي کونسل په اعلان شوي فهرست کي شامل دی. د هغه د غړیتوب د ردولو خبر هم مخې ته راغلی، خو د انکار د بیان بشپړ متن یې لا په خپلواکه توګه نه دی تصدیق شوی.

 

وفاقي حکومت د اکتوبر په ۱۷مه د کونسل د ۴۸ غړو فهرست جاري کړی دی. د حکومت په وینا، دغه کسان د اړوندو ضلعو د ډپټي کمشنرانو په مرسته د مقامي جرګو له مشورو وروسته نومول شوي دي.

 

د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی
د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د ترقياتي کونسل ۴۸ غړي منظور، پخوانی ګورنر شوکت الله خان یې مشر ټاکل شوی

 

د کونسل چیئرمېن د خېبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شوکت الله خان او وائس چیئرمېن د شمالي وزیرستان ملک خان مرجان ټاکل شوي دي.

 

د دواړو کسانو له لوري د غړیتوب د ردولو له خبرونو وروسته دا پوښتنه راپورته شوې چې د نومول شوو کسانو رضامندي له فهرست جاري کېدو وړاندې اخیستل شوې وه او که نه.

 

تر اوسه د ګورنر دفتر او د کونسل اړوندو چارواکو د دغو انکارونو په اړه کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.