پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کي د وسله والو ولسي لښکرو او د کلیو په کچه د امن کمېټو د جوړولو پر وړاندیز د قبایلي مشرانو او د نوې جوړې شوې علاقايي نمائندګۍ او پرمختیايي کونسل، اې آر ډي سي، د غړو ترمنځ اتفاق نه دی شوی.

 

د پېښور په بالاحصار قلعه کي د فرنټیر کور د شمالي برخې مشر مېجر جنرل راو عمران سرتاج د کونسل له غړو او د خېبر، مومندو او باجوړ له قبایلي مشرانو سره غونډه کړې ده. په غونډه کي د دغو دریو ضلعو ډپټي کمشنرانو هم ګډون کړی و.

 

د غونډې ځینو ګډونوالو ویلي چې امنیتي چارواکو په ۱۲ ضلعو کي د وسله والو پر ضد د ولسي لښکرو او د کلیو په کچه د امن کمېټو د جوړولو وړاندیز وکړ، خو زیاترو قبایلي مشرانو او د کونسل غړو ورسره مخالفت څرګند کړ.

 

د ګډونوالو په وینا، قبایلي مشرانو ویلي چې په تېرو کلونو کي د ورته لښکرو او امن کمېټو ګڼ مشران د وسله والو په بریدونو کي وژل شوي دي او دوی نه غواړي چې مقامي خلک یو ځل بیا له ورته خطرونو سره مخامخ شي.

 

یوه ګډونوال د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د فرنټیر کور مشر په ۱۲ ضلعو کي د امنیتي حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له مقامي قبایلو یې وغوښتل چې د خپلو سیمو د امنیت په ساتلو کي برخه واخلي.

 

د هغه په وینا، امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی چې په دې کار کي به د امنیتي ځواکونو مرسته هم ورسره وي. د ولسي لښکرو او امن کمېټو د غړو لپاره د میاشتنۍ وظیفې او نورو اسانتیاوو وړاندیز هم شوی و، خو قبایلي مشرانو د تېرو تجربو له امله ورسره علاقه ونه ښوده.

 

د غونډې یوه ګډونوال ویلي چې زیاتره مشران د وسله والو پر ضد د وسلې پورته کول د خپلې ذمه وارۍ برخه نه ګڼي او نه غواړي چې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

 

د هغه په وینا، په تېرو کلونو کي په قبایلي سیمو کي د امن کمېټو او ولسي لښکرو د جوړولو تجربې ښې نتیجې نه وې ورکړې او د دغو کمېټو ګڼ غړي او مشران د وسله والو په بریدونو کي وژل شوي وو.

 

له همدې امله د ولسي لښکرو د جوړولو موضوع د نورو خبرو لپاره راتلونکې غونډې ته پرېښودل شوې ده. د راپور له مخې، د کونسل مشر انجینئر شوکت الله د غونډې له ګډونوالو غوښتي وو چې د خبرو جزئیات دې له نورو سره نه شریکوي.

 

خو ځینو ګډونوالو وروسته د نوم نه ښودلو په شرط د غونډې په اړه معلومات ورکړي دي. په غونډه کي یوازې د امنیت پر موضوع خبرې نه دي شوې، بلکې په ۱۲ ضلعو کي د پرمختیايي منصوبو، د کونسل د واکونو د زیاتولو او ډپټي کمشنرانو ته د نورو اختیارونو د ورکولو موضوعات هم څېړل شوي دي.

 

د غونډې یوه ګډونوال ویلي چې د کونسل زیاتره غړي او قبایلي مشران د لوړپوړو امنیتي چارواکو په وړاندې د خپلو غوښتنو په څرګندولو کي ډاډه نه وو او غوښتل یې چې د خپلو ضلعو له انتظامیې سره نېغ په نېغه اړیکې وساتي.

 

پېښور: د اې ار ډي کونسل غړو او قبایلي مشرانو په بالاحصار قلعه کې جرګه کړې
پېښور: د اې ار ډي کونسل غړو او قبایلي مشرانو په بالاحصار قلعه کې جرګه کړې

 

په غونډه کي ځینو کسانو د پخواني فاټا سېکرټرېټ د بیا جوړولو وړاندیز هم کړی و، خو چارواکو ورته ویلي چې د نوي کونسل غړي دې خپلو تازه ورسپارل شوو ذمه واریو ته پام وکړي. د کونسل غړو غوښتنه کړې چې دوی ته دې زیات واکونه ورکړل شي، څو د ۱۲ ضلعو د خلکو باور ترلاسه کړي او پرمختیايي کارونه چټک شي.

 

د فرنټیر کور مشر مېجر جنرل راو عمران سرتاج په غونډه کي د کونسل غړو ته د هغوی پر ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د سیمې د امن، ثبات او پرمختګ لپاره د مقامي مشرانو همکاري ضروري ده.

 

نوموړي له قبایلي مشرانو غوښتي چې د خپلو سیمو د ستونزو په هوارولو او د امنیت په ټینګښت کي خپل کردار ادا کړي. دا غونډه په داسې وخت کي شوې چې وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو لپاره نوی انتظامي کونسل جوړ کړی او په دغو سیمو کي د امنیتي او پرمختیايي چارو د ښه کولو خبره کوي.

 

خو د ولسي لښکرو د جوړولو پر وړاندیز مخالفت ښيي چې د امنیت په ټینګښت کي د مقامي خلکو د وسله وال ګډون په اړه لا هم د قبایلي مشرانو ترمنځ جدي اندېښنې شته. تر اوسه نه د ولسي لښکرو د جوړولو پرېکړه شوې او نه هم د راتلونکې غونډې نېټه اعلان شوې ده.