پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ځنډول شوي صوبايي حکومت وزیراعلی سهېل اپریدي، د صوبايي اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي او د تحریک انصاف صوبايي صدر جنید اکبر په ګډون د ګوند اته مشران د پولیسو په حفاظتي حراست کي دي.

 

د پولیسو چارواکو د اکتوبر پر ۱۲مه تایید کړې چې دغه مشران په صوبه کي د ایمرجنسي او ګورنر راج له نافذېدو وروسته په حراست کي اخیستل شوي دي.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سهېل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي د اکتوبر پر ۱۱مه په حفاظتي حراست کي اخیستل شوي دي.

 

نوموړي ویلي، که د نیول شوو کسانو پر ضد مقدمې موجودې وي، قانوني کارروایي به ورسره کېږي او نور کسان به خوشې کړل شي.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

د پولیسو د چارواکو په وینا، د تحریک انصاف اته مشران په حراست کي دي، خو د ټولو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي. پولیس وايي، دغه اقدام د موجوده امنیتي حالاتو او د سیاسي مشرانو د حفاظت لپاره شوی دی.

 

د پاکستان وفاقي حکومت د اکتوبر پر ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کي ایمرجنسي او ګورنر راج نافذ کړ او د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت یې وځنډاوه.

 

وفاقي حکومت وايي، دا پرېکړه یې په صوبه کي د وسله والو بریدونو د زیاتېدو او د صوبايي حکومت له خوا د امنیتي ستونزو پر ضد د کافي اقداماتو د نه کولو له امله کړې ده.

 

خو تحریک انصاف دغه تورونه رد کړي او د ګورنر راج نافذول یې د ولسي رایو او جمهوري ادارو پر ضد اقدام بللی دی. د تحریک انصاف مشرانو ویلي چې د وفاقي حکومت پرېکړه به په عدالت کي چېلنج کوي.

 

د ګورنر راج له نافذېدو وروسته د صوبې انتظامي واکونه ګورنر فیصل کریم کنډي ته سپارل شوي او د حکومتي چارو د پرمخ وړلو لپاره یوولس کسیزه مشورتي ډله هم ټاکل شوې ده.

 

پي اېف یو جې ورکرز په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د ختمولو غوښتنه کړې
پي اېف یو جې ورکرز په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د ختمولو غوښتنه کړې
خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی
خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د کارکنانو نیونې؛ په صوابۍ کې انټرنېټ بند او په ګڼو ضلعو کې امنیت سخت شوی

 

په همدې وخت کي د تحریک انصاف د مشرانو نیولو او د صوبايي حکومت ځنډولو په خېبر پښتونخوا کي سیاسي اختلافات زیات کړي دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې سهېل اپریدي او نور مشران په کوم ځای کي ساتل کېږي، د هغوی پر ضد کومې مشخصې مقدمې شته او کله به خوشې کېږي.

 

د تحریک انصاف مشران د عمران خان د خوشې کولو او هغه ته د طبي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي. د ګوند احتجاجي لاریون د ایمرجنسي له اعلان مخکې روان و.