پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د خبریالانو تنظیم، پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس (ورکرز)، په خیبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج د لګولو مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې چې په صوبه کي دې د ملک د نورو صوبو په شان جمهوري عمل سمدستي بحال کړل شي.
د تنظیم صدر شمیم شاهد او جنرل سیکرټري راجه ریاض په یوه ګډ بیان کي ویلي چې د بېړني حالت له لارې د خیبر پښتونخوا د څلور کروړه نه د زیاتو خلکو بشري، سیاسي او ټولنیز حقونه معطل کول د منلو وړ نه دي.
دوی دغه ګام پر جمهوریت او جمهوري ادارو سخت ګوزار بللی او ویلي یې دي چې دا په صوبه کي د آمرانه واکمنۍ د قائمولو یوه هڅه ده.
شمیم شاهد او راجه ریاض ویلي چې د سیاسي مخالفینو د کمزوري کولو لپاره د جمهوري ارزښتونو تر پښو لاندې کول نه له جمهوري نظام سره ښايي او نه هم له سیاسي ګوندونو سره.
د دوی په وینا، خیبر پښتونخوا له وړاندې د ناامنۍ او خراب اقتصادي حالت له ستونزو سره مخ ده او د ګورنر راج لګول به صوبه له اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ نوره هم لرې کړي.
د خبریالانو د دې تنظیم مشرانو ویلي چې په خیبر پښتونخوا کي د جمهوري عمل معطل کول به د پاکستان په سیاسي تاریخ کي د یوې تورې پېښې په توګه یادېږي.
پي اېف یو جې ورکرز له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په خیبر پښتونخوا کي دې بېړنی حالت او ګورنر راج ختم او د خلکو جمهوري او سیاسي حقونه بېرته بحال کړي.


شال نیوز